Book Name:Shan e Iman e Siddique

اوس هم نه راځي، بلکه د دې نه زياته د خفګان او د افسوس خبره خو دا ده چې ډير مسلمانان داسې هم دي کوم چې د کتلو سره هم قرآنِ کريم نشي لوستے * د عذاب د آيتونو لوستلو سره به زړه د الله پاک د ويرې نه هغه وخت هم نه درديدلو، او اوس هم نه درديږي * په لمونځ کښې زړه 20 کاله مخکښې هم نه لګيدو، اوس هم نه لګي۔۔۔!! آه! کاش! زمونږ د خپل ايمان فِکر نصيب شي * د دُنيا د ټولو نه غټ دولت خو دا ايمان دے * د دې ايمان د دولت په ذريعه خو به جنّت ميلاؤيږي * د جنّت محلونه به نصيب کيږي * د جنّت نعمتونه به نصيب کيږي * په جنّت کښې به د آقا، د مدينې والا د مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ګاؤنډ نصيب کيږي * د دې دولت يعني د ايمان پَخَوَلو * د ايمان د کيفيتونو زياتولو هيڅ فِکر نشته، کيدے شي چې ډير خلق وي، چا چې به چرې سوچ هم نه وي کړے چې د ايمان کيفيتونه هم زياتيدل پکار دي بلکه کيدے شي چې ډيرو خو نن اوريدلي وي چې دا هم څه کار دے۔

آؤ جي! خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! دا هم يو کار دے بلکه د ټولو نه اهم کار دے، مونږه مؤمنان يو، ايمان زمونږه د ژوند سرمايه ده، د دې ايمان د کيفيتونو د ترقئ هم مونږ له فِکر کول دي۔

د اِيمَان په تقاضو باندې عَمَل اوکړئ!

د ايمان ډيرې شعبې وي، کومې چې په حديثونو کښې بيان شوې دي، مُحَدِّثينو کرامو د ايمان د شعبو په باره کښې پوره پوره کتابونه ليکلي دي، دا شعبې په اصل کښې د ايمان تقاضې دي، په دې باندې په مضبوطئ سره په عمل کولو سره ايمان مضبوطيږي۔ مثلاً: * د الله پاک محبّت د ايمان يوه شعبه ده * د الله پاک نه ويره د ايمان يوه شعبه ده *