Book Name:Shan e Iman e Siddique

ايمان وړومبئ نيکي ده

خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! ايمان يعني د کلمه طيبه لَاۤ اِلٰہَ اِلَّا اللہُ مُحَمَّدُ رَّسُوْلُ اللہ لوستلو سره د اسلام په کرښه کښې راتلل د ټولو نه وړومبئ نيکي ده۔ د آخِرت د فضيلتونو دروازه په دې نيکئ (يعني ايمان) سره پرانستے کيږي۔ چا چې کلمه اووئيله، ايمان ئې راوړو، هغه د آخِرت په لحاظ سره د ډير فضيلت والا دے۔ بيا چې دا ايمان څومره مضبوطيږي، د ايمان کيفيتونه چې څومره زياتيږي، د بنده په فضيلتونو کښې زياتوالے کيږي۔

اَلْحَمْدُ لِلّٰہِ! د صحابۀ کرامو عَليهمُ الرّضوَان نه واخله تر نن ورځ پورې د ټولو عاشقانِ رسول شريکه عقيده ده چې د رسول صلاح کار، يارِ غار او يارِ مزار، عاشِقِ اکبر، صِدِّيقِ اکبر، حضرت ابو بکر صِدِّيق رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د انبيائے کرامو عَلَیْهِمُ السَّلَام  نه پس په ټولو انسانانو کښې افضل دے۔ ([1]) د هغوئي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د افضل کيدو ډيرې زياتې وجې دي، په هغې کښې يوه وجه دا هم ده چې حضرت ابوبکر صِدِّيق رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ په اُمَّت کښې د ټولو نه اَفضَل ايمان والا دے۔

د حضرت ابو بکر صِدِّيق رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د ايمان څه شان دے؟ هغوئي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د ايمان اوچته درجه څنګه اوموندله؟ مونږه ګنهګاران د حضرت ابو بکر صِدِّيق رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د فيضان نه خپل ايمان څنګه مضبوطولے شو؟ په دې تعلق سره به نن مونږه د يو څو مدني ګلونو د اوريدلو سعادت حاصلوو۔ الله پاک دې د ابو بکر صِدِّيق رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د ايمان په برکت زمونږه کامِل ايمان نصيب کړي، د ايمان په تقاضو باندې د عمل کولو توفيق دې نصيب کړي۔   اٰمِيۡن بِجَاهِ النَّبِيِّ  الۡاَمِيۡن صَلَّى  اللّٰهُ عَلَيهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم

عمر سے بھی وہ افضل ہیں عثماں سے بھی ہیں اعلیٰ                  یقیناً پیشوائے مُرتَضَیٰ صِدِّیقِ اکبر ہیں([2])


 

 



[1]... فتاوی رضویہ،ج:28،صفحہ:478۔

[2]... وسائلِ بخشش، صفحہ:566 ۔