Book Name:Shan e Iman e Siddique

غور اوکړئ! زمونږ په شان د ګنهګارانو د ايمان به د جنابِ صِدِّيقِ اکبر رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د ايمان سره څه مقابله اوشي۔۔۔!!

مصطفیٰ کے ہمسفر !ابوبکر ابوبکر                           گلی گلی نگر نگر !ابوبکر ابوبکر

لٹایا جس نے اپنا گھر   !ابوبکر ابوبکر                          احسان جس کا دین پر   !ابوبکر  ابوبکر

ہیں چرچے جس کے عرش پر!ابوبکر ابوبکر                               لگے گا نعرہ فرش پر!ابوبکر ابوبکر

د صِدِّيقِ اکبر رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ ايمان په درجۀ مشاهده کښې وو

خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! د ايمان مختلف کيفيتونه او مختلفې درجې وي، مثلاً د ايمان يوه درجه دا ده: درجۀ مشاهده او يوه درجه: درجۀ مجاهده ده۔ د مجاهدې معنیٰ دہ: پوره کوشش کول۔ کوم بنده چې د ايمان په درجۀ مجاهده کښې وي، هغه د ايمان په تقاضو باندې عمل خو کوي خو د دې د پاره هغه ته شيطان لعين لرې تختول او د شيطان سره جګړه کول وي خو هغه بنده کوم چې د ايمان په درجۀ مشاهده کښې وي، هغه چې کله عبادت کوي نو د هغه ټول پام د الله کريم په لور وي، هغه د الله پاک د قُدرت، د هغه د صِفتونو په تجلو کښې داسې ورَک وي او داسې عبادت کوي، لکه هغه چې الله پاک ويني۔

اَلْحَمْدُ لِلّٰہِ! د مسلمانانو د وړومبي خليفه، امير المؤمنين حضرت ابو بکر صِدِّيق رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ شان دا دے چې هغوئي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د ايمان په درجۀ مُشاهده کښې وو۔ هم دغسې شيخُ المَشَائِخ (يعني د اوليائے کرامو استاذ) حُضُور داتا ګنج بخش علي هجويري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: په حديثونو کښې راغلي دي چې حضرت ابو بکر صديق رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ به د شپې په لمونځ کښې د قرآنِ کريم تلاوت په رو آواز کښې فرمائيلو او کله چې به حضرت عمر فاروقِ اعظم رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ