Book Name:Shan e Iman e Siddique
وئيلے شي۔ ([1]) غرض: ايمان د تَصدِيق نوم دے او د صِدِّيق معنیٰ دہ: تَصدِيق کولو والا۔ يعني د صِدِّيقِ اکبر معنیٰ به وي: د الله پاک په آخري نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم باندې، د هغوئي په راوړے شوي دِين باندې د ټولو نه زيات داسې ايمان راوړلو والا، چې هغه شان ايمان بَل چا نه وي راوړے۔
سبھی علمائے اُمّت کے، امام و پیشوا ہیں آپ بِلاشک پیشوائے اَصفیا صدّیقِ اکبر ہیں
خدا ئے پاک کی رحمت سے انسانوں میں ہر اک سے فُزوں تر بعد از کُل انبیا صدّیقِ اکبر ہیں([2])
صِدِّيقِ اکبر تَصدِيق کولو والا دے
په 24 سيپاره، سورۀ زُمر، آيت: 33 کښې الله پاک فرمائي:
وَ الَّذِیۡ جَآءَ بِالصِّدۡقِ وَ صَدَّقَ بِہٖۤ اُولٰٓئِکَ ہُمُ الۡمُتَّقُوۡنَ (۳۳) (پارہ:24، سورۂ زُمر:33)
ترجَمۀ کنزُ الايمان: او هغه چا چې د دې رښتياؤ سره تشريف راوړلو او هغه چا چې د دې تَصدِيق اوکړو دا ويريدلو والا دي۔
د مسلمانانو څلورم خليفه، حضرت علي المرتضیٰ شيرِ خُدا رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ فرمائي: په دې آيت کښې د رښتياؤ راوړلو والا نه مُراد د رسولِ اکرم، نورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پاک ذات دے او د تصديق کولو والا نه حضرت ابو بکر صديق رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ مُراد دے۔ ([3])
اَصْدَق ُالصَّادِقِیں سَیِّدُ الْمُتْقِیں چشم و گوشِ وِزارت پہ لاکھوں سلام([4])