Book Name:Shan e Iman e Siddique
ايپلي کيشن په خپل سمارټ فون کښې انسټال کړئ، پخپله ترې هم فائده واخلئ او نورو ته هم د دې ترغيب ورکړئ۔
صَلُّوۡا عَلَى الۡحَبِيۡب صَلَّى اللّٰهُ عَلٰى مُحَمَّد
خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! بيان د ختمولو په لور بوځم او د سُنّت د فضيلت او د ژوند د ځينو آدابو بيانولو سَعَادت حاصلووم۔ د رِسالت تاجدار، شهنشاهِ نبوت صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائي: مَنْ اَحَبَّ سُنَّتِي فَقَدْ اَحَبَّنِي وَمَنْ اَحَبَّنِي كَانَ مَعِي فِي الْجَنَّةِ چا چې زما د سُنّت سره محبت اوکړو هغوئي زما سره محبت اوکړو او چا چې زما سره محبت اوکړو هغوئي به په جنّت کښې زما سره وي۔ ([1])
سینہ تیری سُنّت کا مدینہ بنے آقا! جنت میں پڑوسی مجھے تم اپنا بنانا
د رسول اللہ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم 2 فرامین: (1): دوه رکعته (لمونځ) د مسواک سره ادا کول بغير د مسواک نه د 70 رکعتونو نه افضل دي۔([2]) (2): د مسواک استعمال د ځان د پاره لازمي کړئ ځکه چې دا د خُلې د صفائيئ او د الله پاک د رضا وجه ده۔ ([3])
اے عاشقانِ رَسُول! * حُضور نبي پاک صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به هره شپه مسواک کولو، هر ځل د اوده کيدلو په وخت هم او د بيداريدلو په وخت هم * بغير د ښه نيت نه د مسواک کولو سره خو به طِبي فائدې خو حاصلې شي خو ثواب به نه ميلاويږي، مثلاً که د