Book Name:2 Buland Rutba Shakhsiyat
غيبي آواز ئې چې واوريدلو نو حضرت عمر بن عبد العزيز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د دغه آواز کوونکي نه پوښتنه اوکړه: الله پاک دې په تا باندې رحم اوکړي، تۀ څوک ئې؟ هغه اووئيل: زه د پيريانو نه يم، د ده نوم سُرَّق دے، مونږه په هٰغه پيريانو کښې يو کومو چې د مدينې تاجدار، د دواړو جهانونو سردار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم سره بيعت کړے دے، زمونږ د دواړو نه علاوه په هغوئي کښې څوک هم ژوندي نه دي پاتې، ما د رسولُ الله
صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم نه اوريدلي وو: اے سُرَّق! تۀ به په بيابان ميدان کښې مړ کيږې او تا به زما بهترين اُمّتي خخوي.[1]
سُبْحٰنَ اللّٰہ! خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! د ايمان نه ډَکې د دې واقعې نه 2 خبرې معلومې شوې: (1): دا چې زمونږه خوږ آقا، د مدينې جانان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د الله پاک په عطا سره د غيبو نه خبر وو، ځکه خو هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم هغه صحابئ رسول پيري سُرَّق ته د هغه د وفات کيدلو د ځائے په باره کښې هم اووئيل او دا ئې ورته هم اووئيل چې د هغوئي د خخولو سعادت به څوک شان او عظمت والا حاصلوي.
سب مِثلِ ہتھیلی پیشِ نظر، ہر غیب عَیاں ہے سینے پر
یہ نورِ نظر، یہ چشمِ بَصَر، یہ علمُ و حکمت کیا کہنا...!![2]
(2): خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! د دې واقعې نه بله خبره دا هم معلومه شوه چې اَمِيرُ المُؤمِنِين حضرت عمر بن عبد العزيز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د اُمَّت بهترين انسانانو کښې يو [انسان] دے.