2 Buland Rutba Shakhsiyat

Book Name:2 Buland Rutba Shakhsiyat

* شخصيت ئې رُعب داره وو * د سر په ويښتو او ګيره مبارکه باندې به ئې نکريزه لګوله * ډير حِلم والا، بُردباره، باوقاره، مالداره، په خلقو کښې سردار، کرم فرمائيلو والا او انصاف قائم ساتلو والا وو * حضرت حُسين بن محمد دِيار بَکري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: حضرت امير مُعَاويه رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ رُعب او دبدبے والا، دُور انديش، بهادر، سخي او بُردباره بادشاه وو * حضرت امير مُعَاويه رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د صلح حُدَيبيه په ورځ يعنې په 6 هجرئ کښې اسلام قبول کړو.[1]

جبرائيل عَلَیْهِ السَّلَام  سلام اوکړو

د خوږ آقا، مکي مدني مصطفٰـى صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ډير با اعتماده صحابۀ کرام عَليهمُ الرّضوَان کومو ته چې به رسولِ اکرم، نورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د قرآنِ کريم د ليکلو ذمه واري سپارله، په هغوئي کښې يو حضرت امير مُعَاويه رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ هم دے. د حضرت عبدُ الله بن عبّاس رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ نه روايت دے، يوه ورځ حضرت جبرائيل عَلَیْهِ السَّلَام  په بارګاهِ رسالت کښې حاضر شو او عرض ئې اوکړو: يا رسولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ! مُعَاويه ته سلام اووائې او د خير په باره کښې وصيت قبول کړئ ځکه چې هغه د کتابُ الله (قرآنِ کريم) امين دے او څومره ښه امين دے.[2]

کاتِب     ہے   جو    کلامِ    خُدا     و     رسول    کا، پکّا  اُصُول  کا

ہر  زاویہ   ہے  جس  کا  ذہانت  کا  زاویہ، وہ ہے مُعاویہ

راوی  ہے  جو حدیثِ  رسالت  مآب  کا، کاتِب کتاب کا

نوکِ  زباں  ہیں جس  کے  فیوضِ سَمَاوِیہ،  وہ  ہے  مُعاویہ


 

 



[1]...فیضانِ امیرِ مُعَاوِیَہ، صفحہ:15-16-17-25ملتقطاً۔

[2]...البدایہ والنھایہ،جز:8،جلد:4،صفحہ:514۔