2 Buland Rutba Shakhsiyat

Book Name:2 Buland Rutba Shakhsiyat

خير او نيکئ والا يو عمل

     عظيم عالِمِ دِين، ډير لوئے محدِّث، عاشقِ رسول، د کروړاؤ حنبليانو امام، حضرت امام احمد بن حنبل رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي:

اِذَا رَاَیْتَ الرَّجُلَ یُحِبُّ عُمَرَ بْنِ عَبْدِ الْعَزِیْزِ وَیَذْکُرُ مَحَاسِنَہٗ وَیَنْشُرُهَا فَاعْلَمْ اَنَّ مِنْ وَّرَاءذٰلِکَ خَیْراً اِنْ شَآءَ اللّٰہُ

يعنې چې كله تاسو اوګورئ چې څوک د حضرت عمر بن عبد العزيز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه سره محبت کوي او د هغوئي خوبيانې بيانوي او د هغې عام كولو اهتمام كوي نو پوهه شئ چې اِنْ شَآءَ اللّٰہُ الْکَرِیم! د هغه انجام خير هم خير دے.[1]

د حضرت عمر بن عبد العزيز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه تعارف

      حضرت عمر بن عبد العزيز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه عظيم تابِعي بزرګ دے، د هغوئي نوم مبارک: عمر او کُنيت: ابو حفص دے. د هغوئي مور بي بي د مسلمانانو د دويم خليفه حضرت عمر فاروقِ اعظم رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ نمسئ وه.[2] په دې لحاظ سره د حضرت عمر بن عبد العزيز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په رګونو کښې هم فاروقي وينه وه * حضرت عمر فاروقِ اعظم رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ به فرمائيل: زما په اولاد کښې به يو کَس وي، د کوم په مخ باندې به چې د زخم نښه وي، هغه به زمکه د عدل او انصاف نه ډکه کړي لکه څنګه چې اوس د ظلم نه ډکه ده.[3]


 

 



[1]...سیرۃ و مناقب عمر بن عبد العزیز لابنِ جوزی،صفحہ:74۔

[2]...حضرتِ سیدنا عمر بن عبد العزیز کی 425 حِکایات،صفحہ:30۔

[3]...سیرۃ و مناقب عمر بن عبد العزیز لابنِ جوزی،صفحہ:11۔