2 Buland Rutba Shakhsiyat

Book Name:2 Buland Rutba Shakhsiyat

په سُنَّت باندې د عمل کولو جذبه

      حضرت عمر بن عبد العزيز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه به په سُنَّتِ خيرُ الاَنام ( صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ) باندې د عمل کولو پوره کوشش کولو. کله چې هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د مدينې ګورنر وو نو د حضورِ اکرم، نورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم خاص خادم او عظيم صحابي حضرت اَنَس بن مالک رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د عراق نه مدينې منورې ته راغلو نو په حضرت عمر بن عبد العزيز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه پسې ئې لمُونځ اوکړو. هغوئي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د حضرت عمر بن عبد العزيز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه لمُونځ ډير خوښ کړو، هغوئي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د لمَانځه نه پس اوفرمائيل: مَا رَاَ یْتُ اَحَدًا اَشْبَہَ بِصَلَاۃِ النَّبِیِّ مِنْ هٰذَا الْغُلَامِ يعنې ما د دې ځلمي نه زيات د رسولِ اکرم، نورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په شان لمُونځ کوونکے څوك اونه ليدلو.[1]

 خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! مونږ له هم پکار دي چې لمُونځ په اطمينان او سکون سره ادا کړو د پاره د دې چې لمُونځ د قبليدو معراج ته اورسي، د حضرت عُباده بن صامِت رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ نه روايت دے چې د نبيِّ رحمت، شَفيعِ اُمّت صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمان مبارک دے: کوم کَس چې په ښه طريقه اودس اوکړي، بيا د لمَانځه د پاره اودريږي، د دې رُکوع، سجده او قِراءَت پوره کړي نو لمُونځ وائي: الله پاک دې ستا حفاظت اوکړي لکه څنګه چې تا زما حفاظت اوکړو. بيا لمُونځ دغه شان د آسمان په لور بوتلے شي چې د ده د پاره ځلا [يعني پړقا] او نُور وي. بيا د ده د پاره د آسمان دروازې بيرته کړے شي تر دې پورې چې دا د الله پاک په دربار کښې پيش کړے شي او هغه لمُونځ د هغه لمُونځ کوونکي شفاعت کوي او که چرې هغه د لمُونځ رُکوع، سجده او قِراءَت پوره


 

 



[1]... سیرۃ و مناقب عمر بن عبد العزیز لابنِ جوزی،صفحہ:34۔