2 Buland Rutba Shakhsiyat

Book Name:2 Buland Rutba Shakhsiyat

الله او رسول د مُعَاويه سره مينه کوي

      په اِبنِ عساکِر کښې دي، يوه ورځ خوږ آقا، محبوبِ خُدا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د اُمُّ المُؤمِنِين حضرت اُمِّ حبيبه رَضِىَ اللهُ عَـنْها خوا ته تشريف راوړلو، هغه وخت حضرت امير مُعَاويه رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ هم هلته وو او د هغوئي خوږې خور يعني اُمُّ المُؤمِنِين حضرت اُمِّ حبيبه رَضِىَ اللهُ عَـنْها د هغوئي سر ګمنزولو، د خور او ورور د مينې دا ډک انداز ئې چې اوليدلو نو د الله پاک خوږ نبي، مکي مدني، مُحَمَّدِ عربي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: اے اُمِّ حبيبه! آيا تۀ د مُعَاوِيه سره محبت کوې؟ عرض ئې اوکړو: دا زما ورور دے، د ده سره به مې محبت ولې نه وي؟ مالِکِ جنّت، صاحبِ کوثَر صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: الله او رسول هم د مُعَاوِيه سره محبت کوي.[1]

معاویہ   کے   پیار  سے  ہمارا   بیڑا   پار   ہے                         گناہ   بخشوائے  گی  شفاعتِ   معاویہ

جو عاشقِ رسول ہیں وہ ان سے پیار کرتے ہیں                فقط منافقوں کو ہے عداوتِ معاویہ

د امير مُعَاويه رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د امامِ حَسَن رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ سره محبت

     حضرت اِبنِ بُرَيده رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ فرمائي: يو ځل امام حسن مجتبیِٰ رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د حضرت امير مُعَاويه رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ خوا ته تشريف راوړلو، حضرت امير مُعَاويه رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ امامِ حسن مجتبیٰ رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ ته اووئيل: نن به زه تاسو ته هغه نذرانه وړاندې کووم کومه چې چرې هم چا بَل چا ته نه وي وړاندې کړې. بيا حضرت امير مُعَاويه رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ  4 لاکه دِرهمه وړاندې کړل.[2]


 

 



[1]...تاریخِ مدینہ دمشق، جلد:59، صفحہ:89۔

[2]...سِیَر اعلام النبلاء، معاویہ بن ابی سفیان، جلد:4، صفحہ:309۔