Book Name:2 Buland Rutba Shakhsiyat
نه کړي نو لمُونځ وائي: الله پاک دې تا ضائع کړي لکه څنګه چې تا زه ضائع کړم. بيا دغه شان دا لمُونځ د آسمان په لور بوتلے شي چې په ده باندې تياره راخوره شوې وي او په ده باندې د آسمان دروازې بندې کړے شي بيا دا په زړه کپړه کښې راغونډ کړے شي او د لمُونځ کوونکي په مخ ور ويشتلے شي.[1]
ہر عبادت سے برتر عبادت نماز ساری دولت سے بڑھ کر ہے دولت نماز
آؤ مسجد میں جُھک جاؤ رَبّ کے حُضُور تم کو دِلوائے گی حق سے رِفْعَت نماز[2]
خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! حضرت عمر بن عبد العزيز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه چې کله د مدينې منورې ګورنر وو، هغه وخت هم او کله چې خليفه جوړ شو، بيا به ئې هم د علمائے کرامو ډير زيات ادب او احترام کولو. حضرت عمر بن عبد العزيز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د دوه نيمو کالو مختصره موده کښې په دُنيا کښې انقلاب راوستلو، د هغوئي کامياب ترين خِلافت ته خلافتِ راشده وئيلے شي، د هغوئي د دې بے مثاله کاميابئ يوه وجه د علمائے دِين قدر کول هم ده. د يو ځل واقعه ده چې حضرت عمر بن عبد العزيز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د مدينې منورې ګورنر وو، هغوئي يو قاصِد [استاذے] د حضرت سعيد بن مُسَيَّب رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په خدمت کښې اوليږلو چې د هغوئي نه د يوې مسئلے پوښتنه اوکړي. قاصِد په غلطئ کښې اووئيل چې تاسو امير غوښتلي ئې، حضرت سعيد رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د چا حاکم يا خليفه خوا ته د تللو عادت نه لرلو خو بلنه د حضرت عمر بن