2 Buland Rutba Shakhsiyat

Book Name:2 Buland Rutba Shakhsiyat

     سُبْحٰنَ اللّٰہ! په سُنَّت باندې د عمل کولو څومره ښکلې جذبه ده...!! خو افسوس! نن صبا زمونږه حالات ډير افسوسناك دي، دلته خلق د يو بَل سره د ميلاؤيدلو په وخت د سُنّت مطابق د سلام کولو په ځائے * ښه چارې * څنګه ئې؟ * طبِيعت دې څنګه دے * سحر مو په خير * شپه مو په خير وغيره عجيبه شان الفاظو نه شروع کوي، دا د سُنَّت خلاف دي. د رُخصتيدو په وخت هم * په مخه دې ښه * ګُډ بائے * ټاټا وغيره وئيلو په ځائے سلام کول پکار دي. آؤ د رخصتيدو په وخت د اَلسَّلامُ عَلَيْکُم وئيلو نه پس که چرې الله دې مَل شه اووائې نو هيڅ باک پکښې نشته.

دا اسلامي سلام نه دے

    صحابئ رسول حضرت ابو راشِد عبد الرحمان رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ فرمائي: زه ماشوم ووم، يو ځل د خوږ آقا، مکي مدني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په خدمت کښې حاضر شوم نو ما اووئيل: اَنْعِمْ صَبَاحاً  (دا عربي ده، د دې انګلش ترجمه به جوړيږي: Good Morning) يعنې سحر مو په خير. رسولِ اکرم، نورِ مُجَسَّم اوفرمائيل: دا خو د مسلمانانو سلام نه دے، کله چې تۀ د چا خوا له ځې نو وايه:  اَلسَّلَامُ عَلَیْکُمْ وَرَحْمَۃُ اللّٰہِ .[1]

د  سلام کولو عادت جوړ کړئ!

      خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! سلام کول زمونږه د خوږ آقا، مكي مدني مصطفٰـى صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ډير ښکلے سُنت دے.[2] مونږ له هم عادت جوړول پکار دي، چې وړومبے سلام اوکړو، بيا کلام اوکړو. اِنْ شَآءَ اللّٰہُ الْکَرِیم! ثواب به مو هم اوشي، په خپل


 

 



[1]...الکنیٰ و الاسما ء،جلد:1 ،صفحہ:56،حدیث:217 ملتقطًا۔

[2]... بہارِ شریعت ،جلد:3،صفحہ: 459،حصہ:16 ۔