Book Name:2 Buland Rutba Shakhsiyat
خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! تاسو اوکتل! حضرت عمر بن عبد العزيز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه څومره عاجزي اوکړه، الله پاک دې مونږ له هم د عاجزئ او انکسارئ توفيق راکړي. خبره واقعي چې رښتينې ده * څوک چې غرور کوي، هغه هم انسان دے، هغه هم د خاورې نه جوړ دے، د هغه هم 2 لاسونه، 2 ښپے، 2 سترګې، 2 غوږونه او * کوم چې عاجزي اختياروي، هغه هم انسان دے، هغه هم د الله پاک بنده دے. د يو د عاجزئ کولو او د بَل د غرور کولو سره د هغوئي په هستئ هيڅ فرق نه پريوځي، آؤ! فرق پريوځي په انجام کښې، د غرور انجام ذِلّت او هلاکت دے خو د عاجزئ او انکسارئ انجام لوړ والے دے. د رسولِ اکرم، نورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمانِ عالي شان دے: څوک چې د الله پاک د پاره عاجزي اختيار کړي الله پاک به هغه ته اوچت والے عطا کړي، بس بيا به هغه خپل ځان کمزورے ګنړي خو د خلقو په نظر کښې به عظيم وي او څوک چې غرور اوکړي الله پاک به هغه ذليله کړي، بس بيا به هغه د خلقو په نظر کښې پريوتے وي خو ځان به لوئے ګنړي تر دې پورې چې دا د خلقو په نز د خنزير نه هم بدتره شي.[1]
فخرو غُرور سے تُو مولیٰ مجھے بچانا یاربّ! مجھے بنا دے پیکر تُو عاجِزی کا[2]
يو ځل يو څو کسان ناست وو، حضرت عمر بن عبد العزيز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه تشريف راوړلو او د سلام کولو نه بغير د هغوئي په خوا کښې کښيناستو، کله چې هغوئي ته راياد شول نو د خپل ځائے نه پاڅيدو، ټولو ته ئې سلام اوکړو، بيا ئې تشريف کيښودو.[3]