2 Buland Rutba Shakhsiyat

Book Name:2 Buland Rutba Shakhsiyat

رسول دے او د هغوئي نوم مبارک حضرت امير مُعَاويه رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ دے (2): او بَل حضرت عمر بن عبد العزيز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه دے.

د حضرت امير مُعَاويه او حضرت عمر بن عبد العزيز
 په خپل مينځ كښې مشابهَت

      که چرې مونږه د دې دواړو اوچتې مرتبے والا شخصياتو سيرت په غور سره اُولوَلو نو معلوميږي چې د دې دواړو په سيرت کښې ډير زيات څيزونه د يو بَل سره مشابَهَت لري. مثلاً * حضرت امير مُعَاويه رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ اَوَّل مُلُوکِ اسلام (يعنې د اسلامي تاريخ وړومبے بادشاه) دے او د هغوئي دا پاک صِفَت په آسماني کتاب تورات شريف کښې بيان شو. دغه شان حضرت عمر بن عبد العزيز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه اَوَّل مُجَدِّد دے. د حضرت امير مُعَاويه رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د ظاهري وصال نه پس يزيدي فتنے شروع شوے، په دغه وخت کښې د کربلا واقعه هم راپيښ شوه، يزيد اګرچه يو څو کاله پس هلاک شوے وو، البته د دې فتنے اثرات وروستو هم پاتې وو، د څه مودې پورې په تاج او تخت باندې د حرص او هوس سورے راخور وو، آخِر حضرت عمر بن عبد العزيز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه تشريف راوړو او هغوئي د يزيدي فتنے باقي پاتې اثرات ختم کړل او د خِلافتِ راشده ياد ئې تازه کړلو. * حضرت امير مُعَاويه رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ عِلم دوست شخصيت وو، د اسلام په تاريخ کښې د ټولو نه وړومبے د هغوئي په دور مبارک کښې د تاريخ د عِلم باقاعده کتابونه اوليکلے شول، دغه شان حضرت عمر بن عبد العزيز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه هم عِلم دوست وو، د هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په دور مبارک کښې احاديث مبارک په کتابي شکل کښې د جمع کولو باقاعده طور کار شروع شو * هم داسې چې نور غور اوکړئ، حضرت امير مُعَاويه رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ هم د الله