Book Name:2 Buland Rutba Shakhsiyat
اوکړه: دوه څيزونه څه دي؟ اوئې فرمائيل: جنّت او دوزخ. دا ئې چې اوفرمائيل نو هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په ژړا شو تر دې چې په اوښکو د هغوئي ګيره مبارکه لَمْده شوه. بيا ئې اوفرمائيل: په هغه ذات مې دې قسم وي د چا په قبضۀ قدرت کښې چې زما ځان دے! که چرې تاسو ته د هغه څه پته اولګي د کومو چې ماته پته ده نو ځنګلونو ته به لاړ شئ او په خپلو سرونو باندې به خاورې اچوئ. [1]
(2) آخري نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: د کوم مومن بنده د سترګو نه چې د الله پاک د ويرې په وجه اوښکه رااوځي اګرچه هغه د مچ د سر برابر وي، بيا هغه اوښکه د هغه په مخ راشي نو الله پاک به په هغه باندې د دوزخ اور حرام کړي.[2]
(3): د آخري نبي، مکي مدني مصطفٰـى صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمان مبارك دے: چې کله د الله پاک د ويرې نه د بنده بدن اولړزيږي نو د هغه ګناهونه داسې رژيږي لکه څنګه چې د وَچې وَنې نه پانړې رَژيږي.[3]
مِرے اَشک بہتے رہیں کاش ہر دم ترے خوف سے یا خدا یا الٰہی!
ترے خوف سے تیرے ڈر سے ہمیشہ میں تھرتھر رہوں کانپتا یاالٰہی![4]
د اَمِيرُ المُؤمِنِين د تَبَرُّکاتو سره مينه
خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! د اَمِيرُ المُؤمِنِين حضرت عمر بن عبد العزيز