2 Buland Rutba Shakhsiyat

Book Name:2 Buland Rutba Shakhsiyat

په 12 ديني کارونو کښې يو ديني کار: نيک اَعمَال

      خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! د فتنو نه په دې ډَک دور کښې د عاشقانِ رسول ديني تحريک دعوتِ اسلامي ديني ماحول د الله پاک لوئے نعمت دے، اَلْحَمْدُ لِلّٰہِ! دعوتِ اسلامي لمُونځ ګزاره جوړوونکے، په ټوله دُنيا کښې د سُنَّتو عام كوونکے ديني تحريک دے. تاسو هم د دعوتِ اسلامي ديني ماحول لمَن اونيسئ، په 12 ديني کارونو کښې هم ښه پوره حِصَّه واخلئ! اِنْ شَآءَ اللّٰہُ الْکَرِیم! د دين او دُنيا بے شميره خيرونه به در نصيب شي. په 12 ديني کارونو کښې يو ديني کار: نيک اَعمَال هم دے. دا وړه شان رساله د مکتبة المَدينه نه هديةً واخلئ او که غواړئ نو د دعوتِ اسلامي د ويب سائټ (www.dawateislami.net) نه ئې ډاؤن لوډ کړئ بلکه که نوره آساني غواړئ نو په خپل موبائل کښې Naik Amal ايپلي کيشن انسټال کړئ، په دې کښې په مختلفو نيکو اعمالو باندې مشتمل سوالونه ورکړے شوي دي، د هر سوال نه لاندې 30 خانے دي، هره ورځ د خپلې خوښې يو وخت مقرر کړئ او د خپلو اعمالو جائزه اخلئ، او د هغې مطابق ژوند تيروئ، اِنْ شَآءَ اللّٰہُ الْکَرِیم! د دې په برکت به د ګناهونو نه د بچ کيدو او د نيکو کولو ذِهِن جوړيږي، د زړه پاکي به نصيب کيږي او کردار به مو صفا ستهرا، ځلنده، ښکلے شي. راځئ د ترغيب د پاره يو مدني سپرلے اورو:   

ټوله کورنئ په نيغه لار شوه  

      د ضلع اټک (پنجاب، پاکستان) د يو اسلامي ورور بيان دے، ما د ګناهونو نه ډک ژوند تيرولو، فلمونه کتل، لوفري کول، لمُونځونه قضا کول وغيره زما په معمولاتو کښې شامل وو، يو ځل زمونږه علاقے ته د عاشقانِ رسول مدني قافله راغله، په هغوئي کښې يو اسلامي