Book Name:2 Buland Rutba Shakhsiyat
د حضرت عمر فاروقِ اعظم رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د مبارک خوب مِصدَاق حضرت عمر بن عبد العزيز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه وو * هغوئي د 25 کالو په عمر مبارک کښې د مدينې مُنَوَّرې ګورنر جوړ شول * وروستو هغوئي پخپله په څه وجه دا عهده پريښودله * د هغې نه ډيره موده پس چې کله خليفه سليمان بِن عبد المَلِک وفات شو نو هغوئي خَلِيفَةُ المُسلِمِين او اَمِيرُ المُؤمِنِين مقرر شول.
زما په مقام کښې خو څه کمے رانغلے
خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! اَمِيرُ المُؤمِنِين حضرت عمر بن عبد العزيز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د وخت خليفه وو، د دې باوجود به هغوئي ډيره عاجزي او انکساري کوله. يو ځل د شپې د هغوئي خوا ته څوک ميلمه راغے، هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه څه ليکل کول. نِزدې وه چې ډيوه مړه شوې وے. ميلمه عرض اوکړو: زه پاڅم او دا ټيک کووم. حضرت عمر بن عبد العزيز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه اوفرمائيل: لَيْسَ مِنْ كَرَمِ الرَّجُلِ أَنْ يَسْتَخْدِمَ ضَيْفَهُ په ميلمه باندې کار کول د عزّت داره انسان طريقه نه ده. ميلمه اووئيل: غلام راپاڅووم؟ اوئې فرمائيل: هغه اوس اوس اوده شوے دے. بيا هغوئي پخپله پاڅيدلو او ډيوه ئې د تيلو نه ډکه کړه. ميلمه اووئيل: يَا اَمِيرُ المُؤمِنِين! تاسو پخپله ذاتي طور دا کار اوکړو؟ اوئې فرمائيل: ذَھَبْتُ وَاَنَا عُمَرُ، وَ رَجَعْتُ وَ اَنَا عُمَرُ کله چې زه (د دې کار د پاره) لاړم نو هم عمر ووم او چې بيرته راغلم نو هم عمر ووم، زما په مقام کښې هيڅ کمے خو رانغلو او بهترين انسان هغه دے کوم چې د الله پاک په وړاندې عاجزئ والا وي.[1]