Book Name:2 Buland Rutba Shakhsiyat
د حضرت عمر بن عبد العزيز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه بـي بـي محترمه حضرت فاطمه بنت عبدُ المَلِک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْها فرمائي: * حضرت عمر بن عبد العزيز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه خپل ذات د مسلمانانو د پاره او خپل ذهن د هغوئي د کارونو د پاره فارغه کړے وو * که چرې ماښام به شو او هغه به د مسلمانانو د کار نه فارغه نه شو نو د ورځې سره به ئې شپه هم يو ځائے کړه او د شپې تر ناوخته پورې به ئې کار کولو * کله چې به د ورځې کار ختم شو نو خپله ډيوه به ئې را اوغوښتله، بيا به ئې 2 رکعته نفل اوکړل او سر به ئې په زنګونانو باندې کيښودو او په اودريدلو ښپو (يعني ښپې به ئې اودرولې او ورنونه به ئې خيټې سره يو كړل او) بهکښيناستو * لږ ساعت پس به ئې په مخ باندې د اوښکو لړئ بهيدل شروع شول او دومره به ئې ژړل لکه چې د هغه زړه به اوچوي او رُوح به ترې لاړ شي، ټوله شپه به ئې دا حالت وو، کله چې به سحر شو نو روژه به ئې اونيوله.[1]
محبت میں اپنی گُما یا الہٰی! نہ پاؤں میں اپنا پتا یا الہٰی!
رہوں مَست و بے خُود میں تیری وِلا میں پِلا جام ایسا پِلا یا الہٰی![2]
صَلُّوۡا عَلَى الۡحَبِيۡب صَلَّى اللّٰهُ عَلٰى مُحَمَّد
چې تلاوت وي نو داسې دې وي!
د حضرت عمر بن عبد العزيز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د وفات نه پس به د هغوئي بـي بـي محترمې