2 Buland Rutba Shakhsiyat

Book Name:2 Buland Rutba Shakhsiyat

حِلم وئيلے شي. په احاديث مبارک کښې د حِلم ډير فضيلتونه بيان شوي دي: (1) خوږ آقا، مکي مدني مصطفٰـى صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: بيشکه انسان د حِلم په وجه د عبادت کوونکي او روژه نيوونکي درجه مومي.[1] (2) د دواړو جهانونو سردار،

 نورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: حلم والا انسان په دُنيا کښې هم او په آخرت کښې هم سردار وي.[2]

     د صحابئ رسول، حضرت امير مُعَاويه رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ په طفيل دې الله پاک مونږ ته د حِلم دولت نصيب کړي.  اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم .

     راځئ! د حضرت عُمَر بن عبدُ العزيز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ذِکرِ خير هم کوؤ:

د حضرت عمر بن عبد العزيز رَحْمَةُ الـلّٰـهِ عَـلَيْه ذِکرِ خير

     نقل دي چې يو ځل اَمِيرُ المُؤمِنِين حضرت عمر بن عبد العزيز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه مکې مکرمې طرف ته تشريف وړلو، په لار کښې په يو ميدان کښې هغوئي يو مَړ مار اوليدلو. (کيدے شي چې د هغوئي د وِلايَت نظر د مار حقيقت پيژندلے وو) هغوئي کنده اوکنستله او مار ئې په کپړه کښې راغونډ کړو او خخ ئې کړو.

     ناڅاپه غيبي آواز راغے: اے سُرَّق! په تا باندې دې د الله پاک رحمت وي، زه ګواهي ورکووم چې ما د الله پاک د رسول صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم نه اوريدلي دي: اے سُرَّق! ته به په يوه بيابان ميدان کښې مړ کيږي او تا به زما د اُمَّت يو بهترين انسان خخوي. دا


 

 



[1]...معجمِ اوسط،جلد:4 ،صفحہ:369،حدیث:6273۔

[2]...کنز العمال، کتاب الاخلاق، قسم الاقوال، جز:3 ،جلد:2 ، صفحہ:55 ، حدیث:5807۔