2 Buland Rutba Shakhsiyat

Book Name:2 Buland Rutba Shakhsiyat

عرس مبارک په رَجَبُ الْمُرَجَّب کښې وي، حضرت امير مُعَاويه رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ په 22 رجب د دې دُنيا نه وصال فرمائيلے وو، ځکه په 22 رَجب د امير مُعَاويه ورځ لمَانځلے شي، دغه شان حضرت عمر بن عبد العزيز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په 25 رَجَب وصال فرمائيلے وو، ځکه په 25 رَجَب د عمر بن عبد العزيز ورځ لمَانځلے شي.

          اَلْحَمْدُ لِلّٰہِ! د دعوتِ اسلامي علمي او تحقيقي شعبے اسلامِک ريسرچ سنټر (اَلمَدِينَةُ العِلمِيَّه) ته د دې دواړو د اوچتې مرتبے شخصياتو په سيرت باندې د کتابونو ليکولو سعادت حاصل شوے دے: (1): فيضانِ امير مُعَاويه رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ (2): حضرت سيدنا عمر بن عبد العزيز کی 425 حکایات، دا دواړه کتابونه د مکتبة المَدينه نه طلب كړئ! پخپله ئې هم اولولئ! په کور والؤ باندې ئې هم اولولئ! او نورو ته هم د دې ترغيب ورکړئ.

      راځئ! د امير مُعَاويه او د عمر بن عبد العزيز د ورځو په مناسبت سره د دې دواړو اوچتو مرتبو والا شخصياتو ذِکرِ خير کوؤ:

د حضرت امير معاويه رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ ذِکرِ خير

     * حضرت امير مُعَاويه رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ اَوَّل مَلُوکِ اسلام (يعنې په اسلامي تاريخ کښې د ټولو نه وړومبے بادشاه) دے * د مکې مکرمې د مشهور سردار ابو سفيان رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ ځوئ دے * د هغوئي مبارک نوم: مُعَاوِيه * کُنيت: ابو عبد الرحمان او * ناصِرُ الدِّين (يعنې د دين مدد کوونکے)، ناصِر الحَقّ (يعنې د حق مدد کوونکے) د هغوئي القابات دي * حضرت امير مُعَاويه رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د خوږ آقا، مکي مدني مصطفٰے
 صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د نبوت د اعلان فرمائيلو نه 5 کاله مخکښې په مکه مکرمه کښې دُنيا ته تشريف راوړو * د هغوئي قد مبارک لوړ [اوچت] وو * رنګ ئې سپين او ښکلے