2 Buland Rutba Shakhsiyat

Book Name:2 Buland Rutba Shakhsiyat

     مشهور مُفَسِّرِ قرآن ، حکِيمُ الاُمّت حضرت مفتـي احمد يار خان نعيمي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه نقل فرمائي: يو ځل حضرت امير مُعَاويه رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د امامِ حسن مجتبیٰ رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ په خدمت کښې 40 کروړ رقم د نذرانے په طور وړاندې کړو. چې کله به امام حَسَن رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د حضرت مُعَاويه رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ خوا ته راتللو نو امير مُعَاويه رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ به هغوئي په خپل ځائے باندې کښينولو، پخپله به لاس په نامه د هغوئي مخے  ته اودريدلو، چا ترې پوښتنه اوکړه: تاسو داسې ولې کوئ؟ اوئې فرمائيل: امامِ حسن مجتبیٰ رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم هَم شکل دے، زه د دې مشابَهَت احترام کووم.[1]

د امير معاويه رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ  2 اعلٰى صِفتونه

     يو اوګږد حديثِ پاک دے، په کوم کښې چې خوږ نبي، مُحَمَّدِ عربي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د صحابۀ کرامو عَليهمُ الرّضوَان خاص صِفتونه بيان فرمائيلي دي، په دې حديثِ پاک کښې د حضرت امير مُعَاويه رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د 2 خاص صِفتونو بيانولو سره رسولِ اکرم، نورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: وَ مُعَاوِیَۃُ بْنُ اَبِی سُفْیَان اَحْلَمُ اُمَّتِی وَ اَجَوَدُهَا او معاويه بن ابو سفيان زما په اُمَّت کښې د ټولو نه زيات حِلم والا او ډير سخي دے.[2]

      خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! حِلم د حضرت امير مُعَاويه رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ خاص صِفت دے. د امير مُعَاويه رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ يومِ عُرس تشريف راوړي، د امير مُعَاويه د يومِ عُرس په نسبت سره مونږ له هم پکار دي چې حِلم خپل کړو.

د حِلم فضائل

     د حِلم معنٰی دہ: بُرد باري، صبر، زړه نرمي. د غُصے قابو کولو او برداشت کولو ته


 

 



[1]...مرآۃ المناجیح، جلد:8، صفحہ:461۔

[2]...بغیۃ الباحث، کتاب : المناقب، باب:فیما اشترک فیہ ، جلد:1، صفحہ:893، حدیث:965۔