Book Name:2 Buland Rutba Shakhsiyat
مينځ کښې به مو اتفاق او اتحاد او ورورولي او مينه هم زياته شي. زمونږه خوږ نبـي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: لَاتَدْخُلُوا الْجَنَّۃَ حَتّٰی تُؤْمِنُوْا تاسو تر هغه وخته پورې جنّت ته نه شئ داخليدے، تر څو پورې چې ايمان را نه وړئ! وَلَا تُؤْمِنُوْا حَتّٰی تَحَابُّوْا او تاسو تر هغه وخته پورې (کامِل) مؤمنان نه شئ کيدے تر څو پورې چې د يو بَل سره مينه اونکړئ! بيا ئې اوفرمائيل: آيا زه تاسو ته هغه خبره اونکړم، په کومه چې تاسو عمل اوکړئ او ستاسو په خپل مينځ کښې مينه زياته شي؟ اَفْشُوا السَّلَامَ بَیْنَکُمْ په خپل مينځ کښې سلام عام کړئ.[1]
صَلُّوۡا عَلَى الۡحَبِيۡب صَلَّى اللّٰهُ عَلٰى مُحَمَّد
خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! د حضرت عمر بن عبد العزيز يو مبارک عادت دا هم وو چې هغوئي به د خِلافت د ورځې شپې د مصروفياتو باوجودو پينځه وخته لمُونځونه ډير په پابندئ سره د جَمعې سره ادا کول. د اَذان آواز صفا اوريدو د پاره ئې په کور کښې مغرب طرف ته يوه وړه شان کړکئ جوړه کړې وه، که چرې مُؤذِّن به په اَذان کولو کښې ناوخته کړو نو کَس به ئې ليږلو او وئيل به ئې چې وخت شوے دے.[2] کله چې به مُؤذِّن اَذان اوکړو نو کوشش به ئې کولو چې د اَذان د آواز سره جُمات ته داخل شي.[3]
بھائیو! گر خُدا کی رِضا چاہئے آپ پڑھتے رہیں باجماعت نماز
جو مسلمان پانچوں نمازیں پڑھیں لے چلے گی انہیں سُوئے جَنَّت نماز[4]