2 Buland Rutba Shakhsiyat

Book Name:2 Buland Rutba Shakhsiyat

عبد العزيز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په شان د عِلمي شخصيت له خوا نه وه، د دې د پاره حضرت د هغوئي د بلنې نه انکار اونکړے شو، فوراً ئې پيزار واچولو او د قاصِد سره روان شو، چې کله حضرت عمر بن عبد العزيز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه اوکتل چې حضرت سعيد بن مُسَيَّب
 رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ذاتي طور تشريف راوړے دے نو وضاحت ئې اوکړو: حضور! مونږه قاصِد ستاسو د رابللو د پاره نه بلکه د دې د پاره درليږلے وو چې هغوئي ستاسو نه مسئله معلومه کړي. دا د ده غلطي ده چې ده تاسو ته دلته د راتللو تکليف درکړو، د خدائے د پاره! تاسو واپس خپل ځائے ته تشريف يوسئ، زمونږه قاصد به هلته درشي او ستاسو نه به مسئله معلومه کړي.[1]

د عالِمَانو اَدَب کوئ!

     سُبْحٰنَ اللّٰہ! الله پاک دې مونږ ته هم د علمائے کرامو د ادب او احترام کولو توفيق راکړي. يقين اوکړئ! نن د مسلمانانو حالات مخ په ښكته روان دي، د دې يوه وجه دا هم ده چې د خلقو په زړونو کښې د علمائے کرامو ادب ډير کميږي. حضرت عمر بن عبد العزيز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي:

اِنِ اسْتَطَعْتَ فَکُنْ عَالِمًا فَاِنْ لَّمْ تَسْتَطِعْ فَکُنْ مُتَعَلِّمًا فَاِنْ لَمْ تَسْتَطِعْ فَاَحِبَّھُمْ فَاِنْ لَّمْ تَسْتَطِعْ فَلاَتَبْغُضْھُم

يعنې که چرې ستاسو نه کيدے شي نو عالِم جوړ شئ، که دا درنه نه کيږي نو طالبِ عِلم جوړ شئ، که دا درنه هم نه کيږي نو د علمائے کرامو سره مينه کوئ او که چرې دا درنه


 

 



[1]... الطبقات الکبری لابن سعد،جلد:2 ،صفحہ:291۔