2 Buland Rutba Shakhsiyat

Book Name:2 Buland Rutba Shakhsiyat

حضرت فاطمه بنتِ عبد المَلِک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْهما ډير زيات ژړل تر دې چې د هغې د سترګو نظر په تللو شو. د هغې نه چې د دومره ژړلو وجه اوپوښتلے شوه نو اوئې فرمائيل: په الله پاک مې دې قسم وي! چې ما هغه عجيبه شان او د درد نه ډَکه نظاره ژړوي، کومه چې ما يوه شپه اوليدله. په هغه شپه ما دا اوګنړل چې د څه ډير وحشتناکه نظارې ليدلو سره د حضرت عمر بن عبد العزيز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه دا حالت شوے دے او نن شپه به هغوئي وفات شي. په هغه شپه ما اوليدل چې حضرت عمر بن عبد العزيز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه لمُونځ کوي، په قراءَت کولو کښې چې کله دې آيت ته را اورسيدلو:

یَوۡمَ یَکُوۡنُ  النَّاسُ کَالۡفَرَاشِ الۡمَبۡثُوۡثِ ۙ(۴)   وَ تَکُوۡنُ  الۡجِبَالُ کَالۡعِہۡنِ الۡمَنۡفُوۡشِ ؕ(۵)  (پاره 30، القارعة:4،5)

مفهوم ترجمه كنزُالايمان: په كومه ورځ به چې سړي شي داسې لكه چې زيړې لولكئ او غرونه شي داسې لكه چې وهلے شوي وړئ.

      نو دا آیت چې ئې اولوستلو نو يوه تيزه چغه ئې اووهله او اوئې فرمائيل: هئ! په هغه ورځ به زما څه حال وي؟ هئ! هغه به څومره سخته ورځ وي. بيا پړمخ راپريوتلو او د خُلے نه ئې عجيبه عجيبه آوازونه راختل بيا يو دَم داسې خاموشه شو زه اويريدم چې چرې رُوح ترې نه وي تلے! لږ وخت پس هغه په هوش کښې راغلو نو اوئې فرمائيل: هئ! په هغه ورځ به څنګه سخته معامله وي او فرياد او ژړا ئې کوله او په بےقرارئ سره ئې په صحن [انګڼ] کښې ګرځيدل شروع کړل او اوئې فرمائيل: هئ په هغه ورځ به زما هلاکت وي په کومه ورځ چې به انسان د زيړو پتنګانو [لولكو] په شان وي او غرونه به د وهلے شوې وړئ په شان شي. ټوله شپه د هغوئي هم دغه حالت وو. کله چې د سحر اذانونه شروع شول نو بيا راپريوتلو، په دې ځل خو ما اوګنړل چې اوس خو ترې رُوح تلے دے خو لږ وخت پس په هوش کښې راغلو. د دومره وئيلو نه پس حضرت فاطمه