2 Buland Rutba Shakhsiyat

Book Name:2 Buland Rutba Shakhsiyat

رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په زړه کښې لکه چې څنګه د الله پاک نه ويره زياته وه، هم داسې هغوئي د عشقِ رسول نمونه وه، د هغوئي يو ډير ښکلے او د عشق نه ډک صفت دا هم دے چې هغوئي به د رسولِ اکرم، نورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د تَبَرُّکاتو ډير ادب کولو. د حضرت عمر بن عبد العزيز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه سره ډير زيات تبرکات وو مثلاً د خوږ آقا، مکي مدني مصطفٰى صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم بستره مبارکه، پيالئ، څادر او عصا شريف وغيره، حضرت عمر بن عبد العزيز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د دې تبرکاتو مبارکو د پاره يوه کمره خاص كړي وه او هره ورځ به ئې د دې زيارت کولو.[1]

 د وِصال په وخت هغوئي وَصِيَّت اوفرمائيلو چې د رسولِ اکرم، نورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم يو څو موئے مبارک او نوکان مبارک دې په کفن کښې کيښودے شي، هم دغسې د هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه وصيت پوره کړے شو او هغوئي د موئے مبارک او د نوکانو مبارکو سره دفن کړے شو.

سُبْحٰنَ اللّٰہ! الله کريم! دې زمونږه هم د عشقِ رسول کمال نصيب کړي. کاش! چې په مونږه ګنهګارانو هم کرم اوشي او په قبر کښې د کيښودو د پاره مو يو څو تبرکات نصيب شي نو اِنْ شَآءَ اللّٰہُ الْکَرِیم! قِسمت به مو ښه شي. د الله پاک دې په حضرت عمر بن عبد العزيز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه باندې رَحمت وي او د هغوئي په بركت دې زمونږه بے حسابه بخښنه اوشي.  اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم .

صَلُّوۡا عَلَى الۡحَبِيۡب                                                                 صَلَّى اللّٰهُ عَلٰى مُحَمَّد


 

 



[1]...سیرۃ و مناقب عمر بن عبد العزیز لابن جوزی،صفحہ:253۔