2 Buland Rutba Shakhsiyat

Book Name:2 Buland Rutba Shakhsiyat

هغه د پاره دُعا کوي.[1] (2) څوک چې د ثواب په طمع د خپل مسلمان ورور تپوس اوکړي، هغه به د دوزخ نه د 70 کالو په فاصِله لرې کړے شي.[2]

      اے عاشقانِ رَسُول! د مريض تپوس کول سُنَّتِ مصطفٰـى صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم بلکه سُنَّتِ انبياء دے * د خوږ نبـي رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عادت مبارک وو چې د کوم يو صحابي (رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ ) د بيمارئ خبر به ورته ميلاؤ شو نو هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به د هغه د تپوس د پاره تشريف وړلو * که چرې يو کَس به 3 ورځې جُمات ته رانغلو نو هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به د هغه په باره کښې د خلقو نه پوښتنه کوله، که چرې هغه به بيمار وو نو د هغه تپوس له به تللو[3] * او که چرې د تپوس کولو د پاره به د مدينے منورې آخري سر ته هم تلل وو نو هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به تشريف وړلو او دخپلو صحابه کرامو (رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم ) تپوس به ئې کولو.[4] * مشهور مُفَسِّرِ قُرآن حضرت مفتي احمد يار خان نعيمي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: د حُضُور صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د اخلاقِ کريمه نه دي چې هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به د هر مالداره او غريب تپوس له د هغوئي کور ته تشريف وړلو.[5] * د حُضُور صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عادت مبارک دا وو چې کله به ئې د مريض د تپوس د پاره تشريف يوړلو نو فرمائيل به ئې: لَا بَاْسَ طَہُوْرٌ اِنْ شَاۤءَ اللہ (يعني هيڅ باک نشته که الله پاک اوغواړي نو دا مرض


 

 



[1]...شعب الايمان، مریض کی عیادت کا باب،جلد:6، صفحہ:531،حديث:9171۔

[2]...ابو داؤد ،کتاب:جنائز ، باب :وضو میں عیادت کی فضیلت، صفحہ: 500، حدیث:3097۔

[3]...مسند ابی یعلی،  جلد:3، صفحہ: 141، حدیث: 3429۔

[4]... مسلم،كتاب: جنائز، مریض کی عیادت کا باب ،صفحہ:331، حدیث:925خلاصۃً۔

[5]...مرآۃ المناجیح، جلد: 2، صفحہ:407۔