2 Buland Rutba Shakhsiyat

Book Name:2 Buland Rutba Shakhsiyat

پاک نه ويريدونکے وو، حضرت عمر بن عبد العزيز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه هم د الله پاک نه ويريدونکے وو * حضرت امير مُعَاويه رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ هم عدل خوښوونکے وو، حضرت عمر بن عبد العزيز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه هم عدل خوښوونکے وو * حضرت امير مُعَاويه رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ هم د خلقو خير خواه وو، حضرت عمر بن عبد العزيز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه هم د خلقو خير خواه وو * حضرت امير مُعَاويه رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ ته خوږ آقا، د مدينې جانان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د اَحْلَمُ اُمَّتِـىْ (يعنې په اُمَّت کښې د ټولو نه زيات حِلم والا) خطاب عطا کړو او حضرت عمر بن عبد العزيز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ته په حديثِ پاک کښې د اُمَّت بهترين انسان اوفرمائيلے شو * حضرت امير مُعَاويه رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ هم ډير لوئے عاشقِ رسول وو، حضرت عمر بن عبد العزيز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه هم ډير لوئے عاشقِ رسول وو * حضرت امير مُعَاويه رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ به هم د صحابۀ کرامو او اَهلِ بيتو سره ډيره زياته مينه کوله، او د هغوئي اَدب او احترام به ئې کولو، حضرت عمر بن عبد العزيز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه هم د صحابۀ کرامو او اَهلِ بيتو سره مينه کوله * د حضرت امير مُعَاويه رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ سره هم د خوږ آقا، مکي مدني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم تَبَرُّکات وو، حضرت عمر بن عبد العزيز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه هم د مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم تَبَرُّکات سنبال کړي وو * او قربان شم! حضرت امير مُعَاويه رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ هم په آخري وخت کښې د مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د تَبَرُّکاتو په قبر کښې د ايښودو وَصِيَّت اوفرمائيلو، دغه شان حضرت عمر بن عبد العزيز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه هم په خپل قبر کښې د مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د تَبَرَّکاتو د ايښودلو وَصِيَّت اوفرمائيلو.

     غرض، د دواړو اوچتو مرتبو والا شخصياتو د پاک سيرتونو ډير زيات اړخونه دي کوم چې د يو بَل سره مشابهت لري. يو اړخ دا هم دے چې د دې دواړو شخصياتو