Book Name:Behtreen Khatakar Kon
سود لين دين وو، هر څه ئې ختم کړل او د الله پاک په عبادت کښې مصروف شو.[1]
مَحبت میں اپنی گُما یاالٰہی! نہ پاؤں میں اپنا پتا یاالٰہی!
عبادت میں گزرے مِری زندگانی کرم ہو کرم یَاخدا! یاالٰہی![2]
صَلُّوۡا عَلَى الۡحَبِيۡب صَلَّى اللّٰهُ عَلٰى مُحَمَّد
محترمو اسلامي وروڼو! غور اوکړئ! په توبه کوونکي باندې د الله پاک رحمت څومره په تيزئ سره راوريږي. عام طور وئيلے شي: عزّت بيا نه ميلاويږي.
کيدے شي چې د محاورې تر حده پورې دا خبره صحيح هم وي، البته که د الله پاک کرم ته اوکتلے شي، د بزرګانِ دين د ژوند حالات اولوستلے شي نو پته لګي چې که چرې انسان لاره صحيح اختيار کړي نو تلے عزّت هم بيرته ميلاؤيږي. اوګورئ! حضرت حبيب عجمي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه به د سود لين دين کولو، تر دې پورې چې د کوڅې ماشومانو هم د هغوئي نه نفرت کولو، چې هغوئي به ئې اوليدل نو لرې به ترې تښتيدل چې هسې نه چې د هغوئي د قدمونو ګرد په مونږ باندې رانشي، ګنې بيا به مونږه هم بدبخته شو خو څنګه چې هغوئي توبه کړه، د الله پاک په حُضُور کښې ئې سر ټيټ کړو، د الله کريم سره ئې تعلق صحيح کړو نو لږ وخت پس هغه ماشومانو وئيل: لرې شئ! حبيب عجمي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ته لاره پريږدئ، که چرته زمونږ د قدمونو ګرد په هغوئي پريوتو نو مونږ به ګنهګار شو.