Book Name:Behtreen Khatakar Kon

د الله پاک په لاره باندې وړومبے قدم

علمائے کرام فرمائي: د الله پاک د لارې ډير منزلونه دي: * مقامِ ورع * مقامِ زُهد * مقامِ فقر * مقامِ صبر * تَوَکُّل * رضا وغيره ډير زيات منزلونه دي، البته چې چا ته د الله پاک په لار باندې تلل وي، د هغوئي د پاره د ټولو نه وړومبے قدم توبه ده.[1]

دا ئې يو سر دے. تار چې اونښلي نو هغه به څنګه سموې؟ د ټولو نه وړومبے سر لټوي، چې سر ميلاؤ شي نو نښتے تار ډير په آسانئ سره سَم شي، زمونږه ژوند نښتے دے * څوک په پيسه کښې نښتے دے * څوک  عهدے او منصب طرف ته منډې وهي * څوک په پريشانو کښې اخته دے * څوک په غړيدلو سترګو په خوبونو ليدلو کښې مصروف دے، ژوند نښتے دے، که چرې دا سَمَول دي نو سر ئې اونيسئ او سر ئې څه دے؟ توبه.

دا د الله کريم ډير کرم دے، هغه د توبے وَر هميشه برسيره پريښودے دے، مونږه چې د ژوند په کوم اړخ هم يو، مونږه د زمکے نه تر آسمانه پورې ګناهونه کړي دي، د ګناهونو د غرونو لاندې ګير يو، بيا هم سر موجود دے، چرته چې ئې، د هغه ځائے نه د ژوند اړخ بدل کړئ، د خپل رَبِّ کريم په حُضُور کښې سر ټيټ کړئ او عرض اوکړئ:

کب گناہوں سے کنارا میں کروں گا یارب

عَفْو  کر   اور  سدا  کے   لئے  راضی ہو جا! نیک کب اے مِرے  اللہ! بنوں گا یارب

گر کرم کردے تو جنّت میں رہوں گا یارب!!

      صَلُّوۡا عَلَى الۡحَبِيۡب                                                                                    صَلَّى اللّٰهُ عَلٰى مُحَمَّد


 

 



[1]... اللُّمَع، باب:21 ، صفحہ:109۔