Book Name:Behtreen Khatakar Kon

د خپلې غلطئ اِقرار اوکړئ او پښيمانه شئ، اِنْ شَآءَ اللّٰہُ الْکَرِیم! توبه به قبوله شي او د ګناهونو د خِيري نه به لمَن صفا شي.

د توبے برکت فوراً ظاهر شو

حضرت حبيب عجمي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ډير لوئے ولئ کامِل تير شوے دے، د بصرې دښار اوسيدونکے وو، د توبے کولو نه وړاندې هغوئي ډير زيات مالداره وو او خلقو له به ئې په سود باندې قرض ورکولو، حال ئې داسې وو چې کله به په يو قرضداري پسې د قرض بيرته اخستلو د پاره تللو او هغه به نشو ورکولے نو د هغه نه به ئې د خپل وخت د ضائع کيدو جُرمانه هم حاصلوله، يو ځل هغوئي په يو قرضداري پسې لاړل، دروازه ئې اوډَبَوله، هغه قرضدارے خو پخپله په کور کښې موجود نه وو، البته د هغه ښځې اووئيل چې زما خاوند خو په کور کښې نشته، نه زما سره پيسې شته کومې چې تاسو له درکړم، البته نن مونږه چيلئ حلاله کړې وه، د هغې ټوله غوښه ختمه شوې ده، سَر ئې پاتې دے، که چرې هغه اخلې نو واخله، حبيب عجمي (رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه) د چيلئ سر واخستلو او کور ته راغے، ښځې ته ئې اووئيل: دا پوخ کړه! ښځې ورته اووئيل: په کور کښې نه لرګي شته، نه بَل څه راشن، هم دغسې تاسو لرګي وغيره هم د قرضدارو نه راوړئ، ښځې ئې غوښه په کټوئ کښې باندې کړه، اوس لا خوراک پوخ شوے هم نه وو چې يو سوالګرے راغے، حبيب عجمي (رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه) هغه ته هم ستغې سپورې اووئيلې او اوئې ويستلو، خوراک پوخ شوے وو، هغوئي د خوراک د پاره کښيناستل خو څنګه چې ئې ښځې د کټوئ نه سر لرې کړو نو د هغه چيلئ د سر په ځائے [کټوئ] صرف د وينې نه ډکه وه،