Book Name:Behtreen Khatakar Kon

اے عاشقانِ رَسُول! د ښه ښه نيتونو سره د عمل ثواب زياتيږي. د بيان اوريدلو نه مخكښې ښه ښه نِيَّتونه اوكړئ: مَثَلاً نِيَّت اوکړئ چې * نظر به ښكته ساتم او ښه په غور به بيان اورم. * د علمِ دِين زده كولو د پاره به پوره بيان اورم * چې څومره كيدے شو د عِلمِ دِين د تعظيم [يعني ادب] په نِيَّت به بااَدبه كښينم * د خپلے اصلاح د پاره به پوره بيان اورم * څه چې واورم  پخپله به پرې د عمل كولو او نورو د د رَسَولو كوشش كووم.

صَلُّوۡا عَلَى الۡحَبِيۡب                                                                 صَلَّى اللّٰهُ عَلٰى مُحَمَّد

ستا توبه قبوله ده

مشهور صحابئ رسول حضرت ابو هريره رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ فرمائي: د يو ځل خبره ده چې ما د رسولِ اکرم، نورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په اِقتدا کښې د ماسخُتن لمُونځ ادا کړو او بيرته را روان ووم، ما اوليدل چې يوې زنانه ښه پوره پرده کړې ده او د لارې په غاړه ولاړه ده، هغې ما ته غږ اوکړو او اوئې وئيل: اے ابو هريره! زما نه ډيره غټه ګناه شوې ده، آيا زما د پاره توبه شته؟ ما د هغې نه د ګناه د تفصيل پوښتنه اوکړه، هغې اووئيل نو ما ورته اووئيل: تۀ هلاکه شوې او نور خلق دې هم په هلاکت کښې اوغورزول (د دومره غټې ګناه کولو نه پس هم د توبے طمع ساتې)، په الله پاک مې دې قسم وي! ستا د پاره هيڅ توبه نشته.

حضرت ابو هريره رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ فرمائي: هغې زنانه چې څنګه زما خبره واوريدله نو د پښيمانئ او شرم غلبه پرې راغله، هغه په زوره په رپيدو شوه او په رپيدو رپيدو کښې بے هوشه شوه او راپريوتله. زه په خپله لاره لاړم.

بيا زما خيال راغے چې د الله پاک خوږ نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم زمونږ په مينځ