Book Name:Behtreen Khatakar Kon
د کلمه اينډ دُعا (Kalma & Dua) ايپ پيژندګلو
خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! د عاشقانِ رسول ديني تحريک دعوتِ اسلامي آئي ټي ډيپارټمنټ يو ډير ښکلے موبائل ايپلي کيشن د کلمه او دُعا (Kalma & Dua) په نوم جاري کړے دے. د دې ايپلي کيشن په ذريعه په ډير آسان انداز کښې د ماشومانو تربيت کيدے شي * په دې ايپلي کيشن کښې د ماشومانو د پاره 6 کلمے د آډيو په شکل کښې د حرفونو د ادائيګئ او ترجمے سره * روزمره 16 مختلفې دُعاګانے مثلاً د اوبو څښلو دُعا * د اوده کيدو په وخت دُعا وغيره د حرفونو د ادائيګئ او د ترجمې سره او په مختلفو موضوعاتو باندې سُنَّتونه او آداب وغيره شامل دي. په خپل موبائل کښې دا ايپلي کيشن انسټال کړئ او فائده ترې واخلئ او نورو له هم د دې ترغيب ورکړئ.
صَلُّوۡا عَلَى الۡحَبِيۡب صَلَّى اللّٰهُ عَلٰى مُحَمَّد
خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! د بيان په آخره كښې د سُنّت فضيلت او د ژوند يو څو آدابو بيانولو سَعَادت حاصلووم. تاجدارِ رِسالت، شهنشاهِ نبوت صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائي: مَنْ اَحَبَّ سُنَّتِـى فَقَدْ اَحَبَّنِـى وَمَنْ اَحَبَّنِـى كَانَ مَعِـى فِـى الْجَنَّةِ چا چې زما د سُنّت سره محبت اوکړو هغه زما سره محبت اوکړو او چا چې زما سره محبت اوکړو هغه به په جنّت کښې زما سره وي.[1]
سینہ تیری سُنّت کا مدینہ بنے آقا! جنت میں پڑوسی مجھے تم اپنا بنانا
صَلُّوۡا عَلَى الۡحَبِيۡب صَلَّى اللّٰهُ عَلٰى مُحَمَّد