Book Name:Behtreen Khatakar Kon

د توبه کوونکي مؤمِن مثال

      يو ځل د الله پاک نبي حضرت عيسیٰ عَلَیْهِ السَّلَام د خپلو حواريانو سره تشريف فرما وو، يوه ډيره زياته ښکلې مرغئ هلته راغله او د هغوئي په مخکښې په زمکه په پرړيدو شوه، هغې خپل ځان په زمکه پسې دومره اومږلو چې څرمن ئې لرې شوه، اوس د هغې سر ګنجے وو او ډيره بد رنګه ښکاريدله، بيا هغه خټو ته لاړه، هلته په پرړيدو شوه، د کومې سره چې هغه ډيره زياته بد رنګه شوه، د دې نه پس هغه بهيدونکو اوبو ته کوزه شوه، هلته ئې اولامبل نو مخکښينے حُسن ئې بيرته راغلو، د بدن نه ئې خټه هم لرې شوه، څرمن ئې هم نوې راغله، بالکل د مخکښې په شان شوه. د الله پاک نبي حضرت عيسیٰ عَلَیْهِ السَّلَام چې دا اوليدل نو خپلو حواريانو ته ئې اوفرمائيل: دا ستاسو په لور د نښې جوړولو سره راليږلے شوې ده، دا د مؤمِن مثال دے، مؤمِن بنده ګناه کوي، خپل ځان بد رنګه او سخا کړي، بيا چې کله توبه کړي نو د ګناهونو تور والے د هغه نه لرې شي او هغه د مخکښې په شان ښکلے او ښائسته شي.[1]

خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! دا د توبے برکت دے، مونږ ته صرف احساس کول دي، ځانله کښيناستل دي او سوچ کول دي: * زه دُنيا ته د څه د پاره راغلے ووم او څه کووم؟ * زما شپې ورځې په کومو کارونو کښې تيريږي؟ * زما دا سترګې قرآنِ کريم ته د کتلو د پاره دي، زه په دې باندې څه ته ګورم؟ * زما ژبه د ذِکرُ الله کولو د پاره وه، زه په دې باندې څه څه وايم؟ * زما غوږونه د تِلاوت، نعت، نيکو خبرو اوريدو د پاره وو، زه په دې باندې څه اورم؟ آه! وخت نزدې دے، مَلَكُ المَوت عَلَیْهِ السَّلَام به تشريف راوړي، زما


 

 



[1]... حِلْیَۃُ الْاَوْلِیَاء، جلد:6 ، صفحہ:60۔