Book Name:Behtreen Khatakar Kon

د توبے فائدې

خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! د الله پاک رحمت ډير لوئے دے چې مونږ په خپلو ګناهونو باندې پښيمانه شو، توبه کړو نو  اِنْ شَآءَ اللّٰہُ الْکَرِیْم! ډير برکتونه به ميلاؤ شي، په قرآنِ کريم کښې چې د توبے کومې فائدے بيان شوې دي، راځئ! واورئ!

(1): توبه کوونکو ته فلاح او کاميابي حاصليږي، الله پاک فرمائي:

وَ تُوۡبُوۡۤا اِلَی اللّٰہِ جَمِیۡعًا اَیُّہَ الۡمُؤۡمِنُوۡنَ لَعَلَّکُمۡ تُفۡلِحُوۡنَ  (۳۱)  (پارہ:18 ، سورۀ نور: 31)

[مفهوم] ترجَمۀ کنزُ الايمان: او د الله په لور توبه کړئ اے مسلمانانو ټول په دې اُميد باندې چې تاسو فلاح بيامومئ.

 (2) توبه کوونکي الله پاک محبوب ساتي، ارشاد دے:

اِنَّ اللّٰہَ یُحِبُّ التَّوَّابِیۡنَ  (پارہ:2 ، سورۂ بقرہ: 222)

[مفهوم] ترجَمۀ کنزُ الايمان: بے شکه الله خوښوي ډير توبه کوونکي.

(3) په توبه کوونکو د الله رحمت وريږي، الله پاک فرمائي:

فَـمَنۡ تَابَ مِنۡۢ بَعۡدِ ظُلۡمِہٖ وَ اَصۡلَحَ  فَاِنَّ اللّٰہَ یَتُوۡبُ عَلَیۡہِ ؕ  (پارہ:6 ، سورۂ مائدہ:39)

[مفهوم] ترجَمۀ کنزُ العرفان: بس څوک چې د خپل ظلم نه پس توبه کړي او خپله اصلاح اوکړي نو الله به په خپله مهربانئ په هغه باندې رجوع اوفرمائي.