Book Name:Behtreen Khatakar Kon

اقدس صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم سم ډير مُسکے شو تر دې پورې چې نَواجِذ (يعنې شاتني غاښونه مبارک) ئې ظاهر شو.[1]

شبِ براءَت د توبے شپه ده

اے عاشقانِ رَسُول! توبه ډير غټ نِعمَت دے، مونږ له توبه پکار ده. شبِ براءَت تشريف راوړونکې ده، د توبے شپه ده، اُمُّ المُؤمِنين حضرت عائشه صديقه رَضِىَ اللهُ عَـنْها فرمائي، سرورِ کائنات، شاهِ موجودات صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: بے شکه الله د شعبان په پينځلسمه شپه د آسمان په دُنيا باندې تجلي فرمائي او د قبيله بنو کلب د چيلو د ويښتو نه هم زيات ګنهګاران بخښي.[2]

د رواياتو مطابق د شعبان په پينځلسمه شپه يعنې شبِ براءَت شروع کيدو نه مخكښې د تير شوي کال عمل نامے راغونډولے شي، دې د پاره د دې مبارکې شپې د راتلو نه مخکښې مخکښې توبه کول او د الله پاک نه د خپلو تيرو شوو ګناهونو معافي غوښتل پکار دي.

د توبے طريقه

د اسلام وړومبے خليفه حضرت ابوبکر صديق رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ بيانوي چې رسولِ اکرم، نورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: چې کوم کَس هم څه ګناه اوکړي بيا په ښه طريقه


 

 



[1]... مسلم، کتاب الایمان، باب ادنی اہل الجنۃ منزلۃ فیہا، صفحہ:93 ، حدیث:190۔

[2]... ترمذی، کتاب الصوم، باب ما جاء فی لیلۃ النصف من شعبان، صفحہ:207 ، حدیث:739۔