Book Name:Behtreen Khatakar Kon

الله پاک په لور رجوع اوکړي نو الله پاک د هغه توبه قبلوي. د خوږ آقا، مدني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمان مبارک دے: اَلتَّائِبُ مِنَ الذَّنْبِ کَمَن لَّاذَنْبَ لَہٗ د ګناه نه توبه کوونکے داسې دے لکه چې هغه ګناه هډو کړې نه وي. [1]

په انسان باندې د الله پاک مهربانئ

د حضرت عبدُ الله بن عُبَيد رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه نه روايت دے، فرمائي: د الله پاک نبي او زمونږ د ټولو انسانانو والدِ محترم حضرت آدم عَلَیْهِ السَّلَام د الله پاک په بارګاه کښې عرض اوکړو: اے رَبِّ کريمه! تا شيطان زما دښمن جوړ کړے دے، خو زما اولاد د هغه د مقابلے طاقت نه لري. الله پاک اوفرمائيل: اے آدمه! ستا په اولاد کښې به (تر د قيامته پورې چې کوم انسان هم پيدا کيږي) د هغه سره به يوه محافظه فرښته مقرر کړم کومه چې به د هغه د شيطان نه حفاظت کوي. حضرت آدم عَلَیْهِ السَّلَام عرض اوکړو: مولٰی! نور کرم اوفرمايا. الله پاک اوفرمائيل: اے آدمه! ستا اولاد ته به د يوې نيکئ اجر لس چنده ميلاويږي او دا به نور زياتووم او ګناه به ئې هم يوه ليکلے شي او په دې کښې به ئې ورانووم هم. حضرت آدم عَلَیْهِ السَّلَام بيا عرض اوکړؤ: مولٰی! نور کرم اوفرمايا. الله پاک اوفرمائيل: اے آدمه! تر څو پورې چې رُوح د انسان په بدن کښې وي، زه به د هغه توبه قبلووم.[2]

سُبْحٰنَ اللّٰہ! خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! زمونږه پاک پروردګار څومره کريم، څومره رحيم دے. ځکه چې کله هم ګناه اوشي د رَبِّ کريم په حُضُور کښې حاضر شئ، توبه اوکړئ،


 

 



[1]... ابنِ ماجہ،کتاب الزہد، باب ذکر توبہ، صفحہ:689، حدیث:4250۔

[2]... تَنْبِیْهُ الْغَافِلین، باب التوبہ، صفحہ:52۔