Book Name:Behtreen Khatakar Kon

د بدن نه به رُوح راښکاږي او وړي به ئې، بيا به ما د تيارو نه ډك قبر ته کوزولے شي، آه! ما ته د خپل رَبِّ کريم په حُضُور کښې حاضريدل دي، بس دا احساس، پښيماني، شرم، د رښتيني زړه نه توبه...! دا د ژوند د ټولو پريشانو حل دے.

د بنده سره د الله کريم 2 رازونه

يو بزرګ رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ارشاد اوفرمائيلو: د بنده سره د الله پاک 2 رازونه وي کوم چې الله پاک د بنده په لور اِلهام کوي: (1) کله چې هغه د خپلې مور د ګيډې نه بهر راځي نو الله پاک فرمائي: اے زما بنده! ما تۀ دنيا ته پاک او سفا ستهرا راويستلے ئې او ژوند مې درله درکړے دے او تۀ مې په دې امين جوړ کړے ئې. اوس به زه ګورم چې تۀ څنګه د امانت حفاظت کوې؟ او (2) کله چې د هغه نه رُوح لاړ شي نو الله پاک فرمائي: اے زما بنده! تا د ځان سره موجود زما د امانت سره څنګه سلوک اوکړو؟ آيا تا د دې حفاظت اوکړو د پاره د دې چې په خپل لوظ د قائم اوسيدو سره زما سره ملاقات اوکړې نو زه هم خپل قول پوره کړم يا بيا تا د دې نه ضائع کړل نو زه درنه تپوس اوکړم او ګير دې کړم؟[1]  

که انسان ټول عمر اوژاړي نو بيا هم...!!

اے عاشقانِ رَسُول! فرض کړئ! د چا بنده سره ډيره قيمتي لعل دے او هغه لعل د هغه خپل نه دے بلکه د چا امانت دے، اوس که چرې هغه لعل د هغه نه چرته ورک شي نو هغه به څومره خفه وي؟ د هغه سره به غبرګ [يعني دوه چَنده] غم وي، چې څيز خپل وي، ورک شي نو غم وي خو کم، د بَل چا څيز چې ورک شي نو غبرګ غم وي، وړومبے خو دا چې د لکونو کروړونو روپو نقصان اوشو، دويم دا چې د چا وو، اوس به هغه پته نه لګي چې زما سره څه کوي، دا غبرګ خفګان وي. اوس لږ غور اوکړئ!


 

 



[1]... احیاء علوم الدین، کتاب التوبۃ، بیان ان وجوب التوبۃ …الخ، جلد:4 ، صفحہ:15 ملتقطًا۔