Book Name:Behtreen Khatakar Kon

(4) او د توبے کولو يوه ډيره اهمه فائده دا ده چې د توبه کوونکي ګناهونه په نيکو کښې بدلولے شي، الله پاک فرمائي:

اِلَّا مَنۡ تَابَ وَ اٰمَنَ وَ عَمِلَ عَمَلًا صَالِحًا فَاُولٰٓئِکَ یُبَدِّلُ اللّٰہُ سَیِّاٰتِہِمۡ  حَسَنٰتٍ ؕ وَ کَانَ  اللّٰہُ  غَفُوۡرًا  رَّحِیۡمًا (۷۰)

(پارہ:19 ، سورۂ فُرقان: 70)

[مفهوم]ترجَمۀ کنزُ العرفان: خو چې څوک توبه کړي او ايمان راوړي او ښه کار اوکړي نو د داسې [خلقو] ګناهونه به الله په نيکو کښې بدل کړي او الله بخښونکے مهربانه ده.

سُبْحٰنَ اللّٰہ!   خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! د رَبِّ رحمٰن او رحيم څومره کرم نوازي ده، چې انسان توبه کړي نو د هغه ګناهونه په نيکو کښې بدلولے شي.

د قيامت په ورځ په يو ګنهګار باندې کرم

د غيبو خبر وركوونكے نبـي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: د قيامت په ورځ به يو کَس د الله پاک په بارګاه کښې حاضر کړے شي، حکم به اوشي: د ده صغيره [يعني واړه] ګناهونه ده ته وړاندې کړئ! نو هم دغسې به يوه يوه ګناه د ده وړاندې کړے شي، دا به د هرې يوے [ګناه] اقرار کوي او ويريږي به چې اوس لا د غټو ګناهونو نمبر راروان دے، په دې کښې به حکم اوشي: ستا د هرې يوے ګناه په ځائے يوه نيکي ده. اوس به هغه په زوره وائي: مولا! اوس خو لا ډير غټ ګناهونه دي د کومو چې لا ذِکر نه دے شوے. حضرت ابو ذَرّ غِفَاري رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ فرمائي: دا ئې چې اوفرمائيل نو حُضُور