Book Name:Behtreen Khatakar Kon

ژوند زمونږ سره امانت دے، زمونږه هره يوه ساه امانت دے او هره ساه قيمتي لعل دے، آه! مونږه دا قيمتي لعلونه ضائع کړل، که چرې د يو انسان راکړے شوے امانت زمونږ نه ضائع شي نو مونږه خفه کيږو خو د رَبِّ کريم عطا کړے شوي امانت ضائع کيدو زمونږ سره هيڅ غم نشته.

یہ سانس کی مالا اب بس ٹوٹنے والی ہے

افسوس نَدامت بھی عِصیاں پہ نہیں ہوتی                              دل آہ! مگر اب بھی بیدار نہیں ہوتا

نیکی کی طرف مائل عطارؔ نہیں ہوتا

په ګناه باندې اِصرار مه کوئ!

اے عاشقانِ رَسُول! مونږ ته پښيمانه کيدل زده کول پکار دي، ياد ساتئ! په ګناه باندې اصرار يعنې د ګناهونو عادت جوړول، د ګناه کولو سره په هغې باندې قائم پاتي كيدل، نه پښيمانه کيدل دا ډير غټ سپيره توب دے. الله پاک د خپلو نيکانو بندګانو دا صفت بيان کړے دے چې کله د هغوئي نه څه ګناه اوشي نو په هغې باندې اصرار نه کوي بلکه توبه کوي او الله پاک طرف ته رجوع کوي، هم دغسې په سيپاره 4، سورۀ آلِ عمران، آيت 135 کښې الله پاک فرمائي:

وَ الَّذِیۡنَ  اِذَا فَعَلُوۡا فَاحِشَۃً اَوۡ ظَلَمُوۡۤا اَنۡفُسَہُمۡ ذَکَرُوا  اللّٰہَ  فَاسۡتَغۡفَرُوۡا لِذُنُوۡبِہِمۡ ۪   وَ مَنۡ یَّغۡفِرُ الذُّنُوۡبَ اِلَّا اللّٰہُ ۪   وَ لَمۡ یُصِرُّوۡا عَلٰی مَا فَعَلُوۡا وَ ہُمۡ یَعۡلَمُوۡنَ (۱۳۵)  (پارہ:4 ، سورۂ آلِ عمران:135)

[مفهوم] ترجَمۀ کنزُ العرفان: او هغه خلق چې کله څه بے حيائې اوكړي يا په خپلو ځانونو باندې ظلم اوکړي نو الله ياد کړي او د خپلو ګناهونو معافي اوغواړي او د الله نه علاوه څوک ګناهونه معاف کولے شي او دا خلق دې قصداً په خپلو بدو اعمالو باندې اصرار نه اونكړي.