Book Name:Behtreen Khatakar Kon
دا د الله پاک نيکان بندګان دي چې کله د دوئي نه بقاضائے بشريت څه ګناه اوشي، په خپل ځان باندې ظلم اوکړي نو څه کوي: (1) ذِکرُ الله کوي (2) توبه او اِستِغفَار کوي (3) او په خپلو کړو [ګناهونو] باندې قصداً کلک نه اودريږي.
او کوم بنده چې دا صفتونه خپل کړي هغه ته څه ميلاويږي؟ الله پاک فرمائي:
اُولٰٓئِکَ جَزَآؤُہُمۡ مَّغۡفِرَۃٌ مِّنۡ رَّبِّہِمۡ وَ جَنّٰتٌ تَجۡرِیۡ مِنۡ تَحۡتِہَا الۡاَنۡہٰرُ خٰلِدِیۡنَ فِیۡہَا ؕ وَ نِعۡمَ اَجۡرُ الۡعٰمِلِیۡنَ (۱۳۶)ؕ
(پارہ:4 ، سورۂ آلِ عمران:136)
[مفهوم] ترجَمۀ کنزُ العرفان: دا هغه خلق دي د کومو بدله چې د دوئي د رَبّ له طرفه بخښنه ده او هغه جنتونه دي د کومو لاندې چې نهرونه جاري دي. (دا خلق به) هميشه په دې (جنتونو) کښې اوسيږي او د نيک عملونو کوونکو څومره ښکلې بدله ده.
سُبْحٰنَ اللّٰہ! چې بنده توبه کړي، په خپلې ګناه باندې کلک نه اودريږي بلکه پښيمانه شي نو د هغه بخښنه کيږي، د هغه د پاره د جنّت زيرے دے.
یاخدا! میری مغفرت فرما باغِ فِردوس مَرحَمَت فرما
توُ گناہوں کو کر مُعاف اللہ! میری مقبول معذِرت فرما[1]
د الله پاک آخري نبـي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: كُلُّ بَنِـىْ آدَمَ خَطَّاءٌ، وَخَيْرُ الْخَطَّائِيْنَ التَّوَّابُوْنَ د هر انسان نه خطا کيږي او بهترين خطا کار هغه دے کوم چې توبه کړي.[2]