Book Name:Behtreen Khatakar Kon

بهر حال! چا چې په فيس بُک باندې، يوټيوب باندې، انسټاګرام يا واټس ايپ (WhatsApp) وغيره باندې غلطه مسئله پوسټ کړه نو هغه له پکار دي چې فوراً د هغې ازاله اوکړي، مثلاً څوک داسې ليک جوړ کړي چې په فلانکئ ورځ ما فلانکے پوسټ کړے وو، په هغې کښې دا خبره غلطه وه، صحيح دا ده، ځکه زه د خپلې غلطئ نه توبه کووم او رجوع کووم.

او د دې ټولو بهترين حل دا دے چې څه هم شيئر کول وي علمائے کرامو ته ئې اوښائې او شيئر ئې کړئ او يو ډير آسان حل دا دے چې د دعوتِ اسلامي په ويب سائټ www.dawateislami.net باندې د Gallery په نوم يو آپشن دے، په دې کښې د مفتيانو صاحبانو نه چيک کړے شوي اسلامي پوسټونه موجود دي، د هغه ځائے نه پوسټونه ډاؤن لوډ کړئ او شيئر ئې کړئ، دغه شان په دغه ويب سائټ باندې يو آپشن دے: Public Service Message په دې کښې ډير ښکلي ښکلي ديني او اصلاحي شارټ ويډيو کلپس موجود دي، دا هم ډاؤن لوډ کيدے شي او په سوشل ميډيا باندې شيئر کيدے شي او ثواب ګټلے کيدے شي.

صَلُّوۡا عَلَى الۡحَبِيۡب                                                                 صَلَّى اللّٰهُ عَلٰى مُحَمَّد

لکه چې ګناه ئې کړې نه وي

خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! مونږه د حضرت ابو هريره رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د سبق نه ډکه واقعه واوريدله، د دې نه يو ډير اهم مدني ګُل دا د زده کولو د پاره ميلاويږي چې انسان که هر څومره هم غټه ګناه ولې نه وي کړې، که چرې هغه په خپله ګناه باندې پښيمانه وي، د