Book Name:Behtreen Khatakar Kon

د انسان کيدو يوه نښه

خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! مونږه انسانان يو، معصومان نه، معصومان خو صرف انبيائے کرام او فرښتې دي، زمونږ په شان د عامو انسانانو نه خطاګانے کيږي، مونږ له توبے طرف ته تلل پکار دي. امام غزالي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: مخلوق په درے قِسمه دے: (1) فرښتې: دا معصومې دي، دا ګناهونه هډو کوي نه (2) شيطانان: دا صرف ګناهونه کوي، ګناهونه پريږدي نه (3) په دريم نمبر باندې انسانان دي، د انسانانو نه خطا هم کيږي او هغه توبه کوي او نيکو طرف ته هم ځي.

ځکه داسې خو هډو کيدے نشي چې زمونږ په شان د عامو انسانانو نه ګناه هډو اونه شي، باقي هم دوه صورتونه پاتې کيږي: (1) انسان په ګناه باندې اودريږي، دا د شيطان صِفت دے (2) چې کله د انسان نه ګناه اوشي نو فوراً د توبے په لور لاړ شي، دا د انسان کيدو نښه ده.[1]

د پښيمانه شوي بنده حکايت

د کِتَابُ التَّوَّابِين په صفحه 81 باندې ليک دي: د يو اسرائيلي کَس نه ګناه اوشوه، هغه ډير پښيمانه شو او بےقراره شو او اخوا ديخوا ئې منډې شروع کړې چې په څه طريقه باندې د هغه ګناه معاف شي او الله پاک د هغه نه راضـي شي. د الله پاک په بارګاهِ رحمت کښې د هغه د بےقرارئ نه ډکه پښيمانتيا قبوله شوه او الله پاک هغه ته د ولايت ډيره اوچته مرتبه صِدِّيقيِّت عطا کړله.[2]


 

 



[1]... اِحْیَاءُ الْعُلُوْم مترجم، جلد:4، صفحہ:10 بتغیر قلیل۔

[2]... کِتَابُ التَّوَّابِین، صفحہ:81۔