Book Name:Behtreen Khatakar Kon

اخلئ! اِنْ شَآءَ اللّٰہُ الْکَرِیم! د دين او دُنيا بے شميره خيرونه به در نصيب شي. په 12 ديني کارونو کښې يو ديني کار: مدرسة المَدينه بالِغان هم دے.

اَلْحَمْدُ لِلّٰہِ! د دعوتِ اسلامي تحت په جُماتونو کښې، سکولونو او کالجونو او مارکيټونو وغيره کښې په لګيدونکو مدارسُ المَدينه بالغان کښې د زيات عمر اسلامي وروڼو ته په صحيح تجويد او مخارج سره قرآنِ کريم لوستل ښودلے شي او د دې سره سره بنيادي ضروري احکام و مسائل او سُنَّتونه او آداب هم ښودلے كيږي.  

د سُنَّتو عامِل جوړ شو

د بلوچستان اوسيدونکي يو اسلامي ورور د بيان خلاصه ده: د دعوتِ اسلامي ديني ماحول ته د راتلو نه مخکښې زه ډير فيشن پرست ووم، په مخ مې نه ګيره وه او نه مې په سر د پټکي شريف تاج وو، د سُنَّتو د لارې نه لرې د دُنيا په مينه کښې مې خپل قيمتي ژوند د بے عملئ او جهالت په تيارو کښې تيرولو. زما په ژوند کښې رڼا څه داسې راغله چې يوه ورځ د دعوتِ اسلامي د ديني ماحول سره تعلق لرونکي يو اسلامي ورور زما د تجويد سره د قرآنِ پاک لوستلو ذهن جوړ کړو، د ماسخُتن د لمَانځه نه پس په لګولے شوې مدرسة المَدينه بالِغان کښې ئې د شرکت کولو دعوت راکړو، ما د هغه د نيکئ دعوت قبول کړو او په مدرسة المَدينه بالِغان کښې مې شرکت اوکړو،

اَلْحَمْدُ لِلّٰہِ! د دې په برکت ما د تجويد سره قرآنِ کريم زده کړو او فيشن پرستي مې پريښودله او په سُنَّتو عمل کوونکے جوړ شوم.

یہی ہے آرزُو تعلمِ قرآں عام ہو جائے                                      تلاوت کرنا صُبح وشام میرا کام  ہو جائے

صَلُّوۡا عَلَى الۡحَبِيۡب                                                                 صَلَّى اللّٰهُ عَلٰى مُحَمَّد