Sadqa Ke Fazail o Adaab

Book Name:Sadqa Ke Fazail o Adaab

خيرات پکار دے. په دې کښې هم زمونږه خير دے. الله پاک په قرآنِ کريم کښې فرمائي:

وَ اَنۡفِقُوۡا فِیۡ سَبِیۡلِ اللّٰہِ وَ لَا تُلۡقُوۡا بِاَیۡدِیۡکُمۡ  اِلَی التَّہۡلُکَۃِ ۚۖۛ  (پارہ:2 ، سورۂ بقرہ:195)

[مفهوم] ترجَمۀ کنزُ الايمان: او د الله په لاره کښې اولګوئ او په خپلو لاسونو په هلاکت کښې مه غورځيږئ.

يعنې د الله پاک په لاره کښې نه خرچ كول يا کم  خرچ كولو سره خپل ځان په هلاکت کښي مه غورځوئ. په رواياتو کښې دي: انصار صحابۀ کرامو عَليهمُ الرّضوَان به صدقه او خيرات کولو، يو کال هغوئي ته تنګدستي راغله نو هغوئي د الله پاک په لاره کښې صدقه او خيرات بند کړو، په دې باندې دا آيت مبارکه نازل شو[1]  او اوفرمائيلے شول چې د الله پاک په لاره کښې د مال نه خرچ كولو سره خپل ځان په هلاکت کښې مه غورځوئ!

خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! معلومه شوه: چې د الله پاک په لاره کښې نه خرچ كول د هلاکت سبب دے * ظاهره ده چې مونږه صدقه او خيرات نه کوؤ نو په معاشره کښې به غربت زياتيږي * د غريبانانو د حال د پوښتنې به هيڅ څوک نه پاتې کيږي او لوږه به زياتيږي * غريبانان به د غريبئ ښکار کيدو سره پخپله د خود کشئ لار خپلوي او داسې زمونږ په معاشره کښې هم کيږي * که چرې مالداره خلق صدقه او خيرات نه کوي نو د جُماتونو نظام به څنګه چليږي؟ * مدرسے به څنګه چليږي؟ * ماشومان به د قرآن و سُنّت تعليم څنګه حاصلوي؟ * زمونږه نسلونو ته به دِين څنګه رسي؟ هم داسې ډير صورتونه دي چې که چرې مونږه خيراتونه او صدقے پريږدو نو پخپله د هلاکت ښکار کيدے شو.


 

 



[1]... تفسیر صراط الجنان ، پارہ:2 ، سورۂ بقرہ، زیرِ آیت:195 ، جلد:1 ، صفحہ:309 -310 خلاصۃً۔