Sadqa Ke Fazail o Adaab

Book Name:Sadqa Ke Fazail o Adaab

وو [يعني چپے به پكښې ډيرې زياتې راتلے] او جاز ډوبيدو ته نزدې وو، کله چې هغه کَس د هغه د طرف نه صدقه ورکړه نو يو ويونکے په دې وئيلو واوريدے شو: اے سواره خلقو! ستاسو د پاره سلامتيا ده بے شکه الله پاک فديه قبوله کړله.[1]

د صدقے ورکولو فضيلتونه او ثوابونه

 * صدقه او خيرات کول زمونږه د خوږ آقا، مکي مدني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عظيم سُنّت دے، د هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د درِ جُود و سخاوت نه به يو غوښتلو والا هم خالي لاسونه نه تللو[2] * صدقه ګناهونه داسې ختموي لکه څنګه چې اوبه اور مړ کوي[3] * صدقه د دوزخ د اور نه بچ کوي، په حديثِ پاک کښې دي څوک چې د الله پاک د رضا په خاطِر صدقه اوکړي نو دا صدقه د هغه او د اور ترمينځه پرده جوړيږي[4] * صدقه د الله پاک غضب ختموي او بد مرګ دفع (يعنې لرې) کوي [5] * د مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمان مبارَك دے: په صدقه ورکولو کښې تادي کوئ چې بلا د صدقے نه نۀ را اوړي[6] * صدقه کوونکے به د قيامت په ورځ د خپلې صدقے په سوري کښې وي[7] * صدقه د بدئ 70 دروازے بندوي[8] * صدقه د قبر د ګرمئ نه بچ کوي[9] * د مسلمان


 

 



[1]... نزهۃ المجالس، باب فضل الصدقہ، صفحہ:14۔

[2]... فیضانِ  سخی سرور،صفحہ:6۔

[3]... ابنِ ماجہ ، كتاب الفتن ، باب كف اللسان فى الفتنہ، صفحہ:649 ، حديث:3973 ۔

[4]... معجمِ  كبير، جلد:10 ، صفحہ:409 ، حديث:20584۔

[5]... ترمذى، کتاب الزكاة، باب ما جاء فى فضل الصدقہ، صفحہ:189، حديث:664 ۔

[6]... مشکاة المصابیح، کتاب الزكاة، باب الانفاق وکراهیہ ...الخ،جز:1 ، ج:1، ص:359 ، حدیث:1887

[7]... سننِ کبری للبیہقی، کتاب الزكاة ، باب التحریض علی...الخ ،جلد:4 ، صفحہ:379 ، حديث:7751۔

[8]... معجمِ  کبير، جلد:3 ، صفحہ:148 ، حديث:4276۔

[9]... شُعَبُ الْاِيمان، جلد:3 ، صفحہ:212 ، حديث:3347۔