Book Name:Sadqa Ke Fazail o Adaab
په مِصر والؤ کښې هغه وړومبے کَس دے کوم چې به په ماښام کښې جُمات ته تللو. راوي فرمائي چې ما به کله هم هغوئي جُمات ته په تللو ليدلو نو د هغوئي په لاسونو کښې به د صدقے د پاره پيسې يا ډوډئ وغيره څه نا څه خامخا وو. يو ځل ما هغوئي اوليدلو: په لاس کښې ئې پياز وړل. ما عرض اوکړو: اے ابو الخير! دا پياز به ستاسو جامې بدبوداره کړي. اوئې فرمائيل: اے د ابو حبيب ځويه! زما سره د صدقے کولو د پاره نور هيڅ نه وو او ما ته يو صحابي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ حديث بيان کړو چې د الله پاک آخري نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: د مؤمِن ورکړے شوې صدقه به د قيامت په ورځ په هغه باندې سورے وي. (بس ما په دې حديثِ پاک باندې د عمل کولو د پاره هم پياز راوړل).[1]
میرے کاسے میں تو اک سوت کی اٹّی بھی نہ تھی
نام لکھوا دیا یوسف کے خریداروں میں
د حضرت اَنَس بن مالِک رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ نه روايت دے فرمائي چې تاجدارِ رسالت، شهنشاهِ نبوّت صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: سحر وختي صدقه ورکوئ چې بلا د صدقے نه مخکښې قدم نه را اخلي.[2]
يو کَس د حضرت ابو هريره رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ په بارګاه کښې حاضر شو او اوئې وئيل چې زما ځوي د سمندر په سفر باندې تلے دے تاسو د الله پاک نه د هغه د پاره دُعا اوکړئ نو هغوئي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ اوفرمائيل: د هغه د طرف نه صدقه ورکړه. هغه وخت سمندر په موجونو