Book Name:Sadqa Ke Fazail o Adaab
خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! يو مثال دے: فرض کړئ زمونږ څوک خپل، څوک دوست وغيره خپل مال د امانت په طور زمونږ سره کيږدي او اووائي چې که ضرورت وي نو دا استعمالوه هم، بيا هغه مونږ ته اووائي: چې دا زه په فلانکي کَس باندې خرڅووم، زما د مال نه دومره رقم فلانکي کَس له ورکړه! آيا مونږ به انکار کوؤ؟ آيا زمونږ انکار به صحيح وي؟ نۀ...!! هيڅ کله به صحيح نۀ وي.
بيا لږ غور اوکړئ: زمونږ سره چې کوم مال دے، دا زمونږه نه دے، د الله پاک دے، هم هغه د دې خالق دے، هم هغه ئې مالک دے، هغه مونږ ته عطا کړو، مونږه د دې مال په معامله کښې د الله پاک د احکامو پابند يو، هغه مونږ ته حکم اوکړي: په دې کښې دوه نيم فيصده (2.5٪) زکوٰة ورکړه! مونږ به زکوٰة ورکړو، د دې حکم وي چې سر سايه ادا کړئ! مونږ به سر سايه ادا کړو. هغه چې کوم حکم هم اوکړي، مونږه د هغې پابند يو خو د الله پاک کرم ته اوګورئ! مال د الله پاک دے، پيدا کړي هغه يو، مونږ ته هغه عطا کړل، بيا مونږه د هغه په حکم باندې، د هغه مال، د هغه په لار کښې خرچ كړو نو الله پاک هغه ته قرض فرمائي او په دې باندې د ډير غټ اَجر وعده هم فرمائي. آؤ جي! په قرآنِ کريم کښې دي:
مَنۡ ذَا الَّذِیۡ یُقۡرِضُ اللّٰہَ قَرۡضًا حَسَنًا فَیُضٰعِفَہٗ لَہٗۤ اَضۡعَافًا کَثِیۡرَۃً ؕ وَ اللّٰہُ یَقۡبِضُ وَ یَبۡصُۜطُ ۪ وَ اِلَیۡہِ تُرۡجَعُوۡنَ (۲۴۵)
(پارہ:2 ، سورۂ بقرہ:245)
[مفهوم] ترجَمۀ کنزُ الايمان: شته څوک کوم چې الله له قرضِ حسنه ورکړي نو الله به د هغه د پاره څو چنده زيات کړي او الله تنګي او فراختيا راولي او تاسو به د هغه په لور بيرته ګرځـئ.