Sadqa Ke Fazail o Adaab

Book Name:Sadqa Ke Fazail o Adaab

ده، (1) نه خو هغه له تکليف ورکړي، (2) نه پرې احسان اوضباطي. الله پاک فرمائي:

اَلَّذِیۡنَ یُنۡفِقُوۡنَ اَمۡوَالَہُمۡ فِیۡ سَبِیۡلِ اللّٰہِ ثُمَّ لَا یُتۡبِعُوۡنَ مَاۤ  اَنۡفَقُوۡا مَنًّا وَّ لَاۤ  اَذًی ۙ لَّہُمۡ اَجۡرُہُمۡ عِنۡدَ رَبِّہِمۡ ۚ   وَ لَا خَوۡفٌ عَلَیۡہِمۡ  وَ لَا ہُمۡ  یَحۡزَنُوۡنَ (۲۶۲) قَوۡلٌ مَّعۡرُوۡفٌ وَّ مَغۡفِرَۃٌ خَیۡرٌ مِّنۡ صَدَقَۃٍ یَّتۡبَعُہَاۤ  اَذًی ؕ   وَ اللّٰہُ غَنِیٌّ حَلِیۡمٌ (۲۶۳)

 (پارہ:3 ، سورۂ بقرہ:262 -263)

[مفهوم] ترجَمۀ کنزُ العرفان: هغه خلق کوم چې خپل مال د الله په لار کښې خرچ كوي بيا د خپلو خرچ كولو نه پس نه احسان ضباطي او نه تکليف ورکوي د هغوئي انعام د هغوئي د رَبّ سره دے او په هغوئي به نه څه ويره وي او نه به هغوئي غمژن وي، ښه خبره کول او معاف کول د هغه خيرات نه غوره  دي د کومې نه پس چې تکليف ورکول وي او الله بے پرواه، حلم والا دے.

معلومه شوه چې کوم خلق د الله پاک د رضا موندلو او د ثواب ګټلو د پاره صدقے او خيراتونه کوي، د الله پاک په لاره کښې خپل مالونه ورکوي، بيا چې ئې چا له صدقه ورکړې ده، نه هغه له تکليف ورکړي، نه پرې احسان اوضباطي نو د هغوئي د پاره د الله پاک سره ډير لوئے اَجر و ثواب دے، هغه د قيامت په سخته ورځ به چې کله نمر اور اُورَوي، د تانبے زمکه به د اور په شان سره شوي وي، خلق به هم په خپلو خولو کښې ډوب وي، د نفسي نفسي عالَم به وي، په هغه ورځ به د الله پاک په لاره کښې د خرچ كوونکو او د احسان ضباطلو نه د بچ کيدونکو سره به نه څه غم وي، نه ويره وي.

د احسان ضباطلو او تکليف ورکولو مختلف شکلونه

خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! په دې کښې دې هغه خلق غور اوکړي کوم چې صدقے او خيراتونه خو ورکوي، د الله پاک په لاره کښې مال خو خرچ كوي خو بيا غريبانان تنګوي، هغوئي ته ستغې سپورې وائي چې * تۀ خو غريب وے * مفلس او مجبور *