Sadqa Ke Fazail o Adaab

Book Name:Sadqa Ke Fazail o Adaab

رسول صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمانبردارئ والا کار د غيرُ الله راضي کولو د پاره اوکړې. بس د رياکارئ نه بچ اوسه ځکه چې رياکاري شرکِ (اصغر) دے او د قيامت په ورځ به رياکار په 4 نومونو سره رابللے شي: (1):اے بدکاره! (2):اے دھوکه بازه! (3):اے کافِره! (4):اے نقصان اوچته کوونکيه! ستا عمل خراب شو، ستا اَجر برباد شو، نن ستا د پاره هيڅ حصه نشته، اے د دهوکے ورکولو کوشش کوونکيه! خپل ثواب د هغه چا سره اولټوه د چا د پاره چې به دې عمل کولو.[1]

ہم  ریاکاری سے  بچتے  ہی  رہیں    یہ   کرم   یا   مصطفےٰ   فرمائیے!

نفس و شیطاں کی شرارت دور ہو      یہ   کرم   یا   مصطفےٰ   فرمائیے!

د پټې صدقے فضيلتونه

اے عاشقانِ رَسُول! زکوٰة، سرسايه، صدقه او خيرات وغيره په اعلانيه طور (يعنې د خلقو په مخکښې) ورکول هم اګر چې جائز دي، البته خير په دې کښې دے چې بنده پټه صدقه او خيرات کوي، دغه شان د رياکارئ د آفت نه بچ کيدل آسان دي. الله پاک فرمائي:

اِنۡ تُبۡدُوا الصَّدَقٰتِ فَنِعِمَّا ہِیَ ۚ   وَ اِنۡ تُخۡفُوۡہَا وَ تُؤۡتُوۡہَا الۡفُقَرَآءَ فَہُوَ خَیۡرٌ لَّکُمۡ ؕ

(پارہ:3 ، سورۂ بقرہ:271)

[مفهوم] ترجَمۀ کنزُ الايمان: که چرې خيرات ښکاره ورکړئ نو هغه څومره ښه خبره ده او که چرې په پټه ئې فقيرانو له ورکړئ نو دا ستاسو د پاره د ټولو نه غوره دي.

معلومه شوه: چې په پټه صدقه او خيرات کول زمونږ په حق کښې غوره دي.


 

 



[1]... اَلْاِتْحَاف ُالْخِیرۃ ، کتاب العلم، باب التحذیر من الریاء…الخ،جلد:1، صفحہ:260 ، حدیث:400۔