Sadqa Ke Fazail o Adaab

Book Name:Sadqa Ke Fazail o Adaab

الله پاک دې مونږ له د زړه د اخلاصه د صدقو او خيراتونو کولو، د الله پاک په راکړے شوي مال کښې د هغه په لاره کښې د خرچ كولو سعادت راکړي. راځئ! د الله پاک په لاره کښې د خرچ كولو فضائل اورو:

د صدقے کولو سره د فرښتو دعاګانے نصيب كيږي

د صحابئ رسول حضرت ابو هريره رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ نه روايت دے، فرمائې: د الله پاک آخري نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: داسې هيڅ يوه ورځ نشته په کومې كښې چې بنده سبا کړي او دوه فرښتې راکوزې نه شي، په هغې کښې خو يوه وائي: الهي! سخي له ډيره ښه بدله ورکړې او بله وائي: الهي! کنجوس له بربادي ورکړې.[1]

      د دې حديث په شرح کښې مفتي احمد يار خان نعيمي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: يعنې د سخي د پاره دُعا او د کنجوس د پاره ښِيرې هره ورځ د فرښتو د خُلے نه ووځي کومې چې يقيناً قبولې دي.[2]

انسان به د خپلې صدقے په سوري کښې وي

د حضرت عُقبَه بن عامر نه روايت دے چې د مدينې سردار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: هر کَس به (د قيامت په ورځ) د خپلې صدقے په سوري کښې وي تر دې چې د خلقو په مينځ کښې به فيصله اوکړے شي.[3]

پياز ئې صدقه کړي وو

د حضرت يزيد بن ابو حبيب نه روايت دے چې حضرت مَرثَد بن ابو عبد الله رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه 


 

 



[1]... بخاری، کتاب الزکاۃ ، باب قول اللہ تعالیٰ: فاما من اعطی…الخ ، صفحہ:402 ، حدیث:1442۔

[2]... مراٰۃ المناجیح، جلد:3 ، صفحہ:69۔

[3]... مسندِ امام احمد، جلد:7، صفحہ:189، حدیث:17796۔